عراق- فرانسي، امريکا آوايران ته د احتمال ترهګرۍ بريدونو په اړه معلومات ورکړي دي
دعراق د بهرنيو چارو وزير ابراهیم الجعفری ویلي دي چې ددوی په واک کې داسي اطلاعات شته، چې اسلامپال پر فرانسي، امريکا آو ايران باندې د
ابراهیم الجعفری ویلي دي چې دغه معلومات او اطلاعات يي اړوندو هېوادونو په واک کې ورکړي دي. خو ده ونه ويل چې دغه احتمالې حملې به کله تر سره کيږي. د شنبي په شپه په پلازمېنه پاريس کې همهاله يولړ چاودنې وشوي. وسله والو لومړۍ د پلازمېنې پر يو هوټل ډزي وکړي.درې چاودنې د سپورتي لوبغالي څنګ ته وشوي، چې دالمان اوفرانسي د ټيمونو ترمنځ د فوټبال لوبه روانه وه، اود لېدو د پاره يي د فرانسي ولسمشرفرانسوا اولاند هم ورغلی و، د دې ترڅنګ د پاريس د «باتکلان»په تياتر کې چې د راک موسيقي کانسرت ورکول کيده د يرغملېدا پيښه رامنځته شوه.دورستيو معلوماتوله مخې ددغو خونړيو پيښو له امله ۱۲۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.