امريکا په ليبيا کې د داعش ډلې مشر وژلی

دغه بريد د جمعې پر ورځ شوی او امريکايي الوتکو د ليبيا په ديرنا کې يو کور په نښه کړی دی

پنټاګون وايي د امريکا يوه هوايي بريد په ليبيا کې د اسلامي دولت ډلې مشر په نښه کړی او ښايي هغه وژل شوی وي.

ابو نبيل چې عراقی دی او په وسام نجم عبد زيد الزبيدي مشهور دی د القاعدې شبکې مخکنی غړی دی.

دغه بريد د جمعې پر ورځ شوی او امريکايي الوتکو د ليبيا په ديرنا کې يو کور په نښه کړی دی.

پنټاګون وايي دغه بريد وښوده ”هر چېرې چې د اسلامي دولت ډلې غړي وي دوی به پسې ورځي.”

خبري اژانسونو د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، دوی ډاډه دي چې ابو نبيل د جمعې ورځې په بريد کې وژل شوی دی.

د پنټاګون وياند پيټر کوک وايي: ”د نبيل وژل کېدل به په ليبيا کې د دغې ډلې وړتيا کمزورې کړي او د نويو کسانو له ګومارلو، په ليبيا کې د مرکزونو له جوړولو او په متحد ايالتونو له بريدونو به يې راوګرځوي.”

ښاغلی کوک وايي د دغو عملياتو اجازه په پاريس کې له هغو ترهګريزو بريدونو وړاندې ورکړای شوې، چې اسلامي دولت ډلې يې پړه پر غاړه اخيستې ده.

له هغه څلور کاله وروسته چې معمر قذافي له واکه وپرځول شو ليبيا له ګډوډۍ سره مخامخ ده.

دغلته د اسلامي دولت ډلې په ګډون يو شمېر ډلې په جګړو بوختې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل