د هوا حالاتو ادارې په راتلونکو دو تر دريو ورځو د نورو بارانونو د اورېدو وړاندوينه کړې ده
د هند په جنوبي برخه تامېل ناډو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله تر ۵۵ زيات کسان وژل شوي دي
د دې هېواد د دولتي رسنۍ پي ټي ای، په وينا د تامېل ناډو حکومت د يوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو د ۵۵ کسانو د وژل کېدو خبر تصديق کړی دی.
د تامېل ناډو مرکز چينای، ډېری برخو کې د اوبه کچه تر اندازې زياته جګه شوې چې له کبله يې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
سينټ تامس ماونټ او ويلاچيري سيمو په ګډون جنوبي برخو کې د ریل ګاډو پلونه تر اوبو لاندې شوي دي.
د ريل ګاډو پر ليکو د اوبو له امله د ريل ګاډو تګ راتګ نژدي بند شوی او په سيمه کې د برېښنا سیستم هم ګډوډ شوی دی.
يو ځايي خبريال کیوي لکشمن وايي د هوا حالاتو ادارې په راتلونکو دو تر دريو ورځو د نورو بارانونو د اورېدو وړاندوينه کړې ده.
د تامېل ناډو د چارواکو په وينا ډېری زيان په کډالور سيمه کې اوښتی او هلته اورښتونو او سېلابونو ۲۷ کسان وژلي دي.
ويل کېږي په زيانمن شويو سيمو کې د مرستو څارلو لپاره د تامېل ناډو چارواکي موجود دي.
سيمه ييز خلک وايي په چينای، ويلور، ترولور او کانچي پورم سيمو په ګډون شمالي برخو کې ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د خبريال کيوي لکشمن په وينا په سيمه کې د دولتي دندو لپاره ازموينې راونې وي چې اوس د اورښتونو او سېلابونو له امله هغه هم ځنډېدلې دي.