ولسي جرگي د سرپرستي په هکله د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ

ولسي جرگي د سرپرستي په هکله د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ ددي فرمان له مخي په ملي دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت رياست کي سرپرستي د ولسمشر تر غوښتني دوام درلودلي شی. خو ولسي جرگي دا فرمان د اساسي قانون پر خلاف ښودلي دي

ولسمشر فرمان ورکوي خو د ولسي جرگي له لوري رديږي

په تيره يوه مياشت کي د ولسمشر دا پنخم فرمان دي چي د ولسي جرگي له لوري رد شوي دي

په دي فرمان کي ولسمشر د سرپرستي په قانون کي يوه ماده ور ديره کري ده، چې له مخې یې د کورنیو چارو ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت سرپرستان د ولسمشر تر غوښتنې خپلې دندې ته دوام روکولای شي

د استازو په وینا ددې فرمان دوام د حکومت په ګټه نه دی او د استازو پر وړاندې د ولسمشری ماڼۍ تر پوښتنې لاندې راولي.

استازو ویلي: که چیرې ولسمشر د ولسي جرګې د پریکړې په هکله بیغوري وکړي نو دوی به بله لاره خپله کړي او په تول واک او ځواک سره به له خپلو پریکړو دفاع وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل