د پاريس تيرې شپې پيښې په نړيواله کچه غندل شوې دي

د پاريس تيرې شپې پيښې په نړيواله کچه غندل شوې دي. ملگرو ملتونو او د نړۍ مشرانو دا پيښه ځناوري ښودلې او غندلي يي ده يو شمير نورو نړيوالو مشرانو دا پيښه د بشر ضد ښودلي ده

د ملګرو ملتونو لوی منشي او د ددې بنسټ امنیت شورا د پاریس خونړي بریدونه د کرکې وړ ښودلي ویلي یې دي چې دوی په کلکو ټکو سره دا ځناوري پیښه غندي. د امریکا ولسمشر له خپل فرانسوي سیال سره په ټلفوني خبرو کې له دوی سره غمشریکي ښودلې او دا بریدونه یې غندلي دي. دوی ویلي دا بریدونه یواځې د فرانسویانو پر وړاندې نه بلکې د ټولې نړۍ او انسانیت پر وړاندې تر سره شوي دي. ده له فرانسې سره هر ډول مرستې ته   چمتوالی ښودلی دی.

د ایرا او ترکیې ولسمشرانو هم د پاریس تیرې شپې پیښې ترهګریزې ښودلې او په کلکو ټکو یې غندلې دي له دې سره د بریتانیا او روسیې مشرانو هم د پاریس پیښو په غندلو سره له دی هیواد سره هر ډول مرستو ته چمتوالی ښودلی دی.

د فرانسې په پلازمینه کې د تیرې شپې ترهګریزو بریدونو دا هیواد او نړۍ ولړځوله او د نړۍ نږدې ټولو مشرانو دا پیښه په کلو ټکو غندلې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل