په بيروت کې د دوو ترهګرۍ بريدونو له امله د وژل شوو کسانو شمير ۴۳ تنو ته ورسيد

په بيروت کې د دوو ترهګرۍ بريدونو له امله د وژل شوو کسانو شمير ۴۳ تنو ته ورسيد

د لبنان دبيروت ښار په سهيلي لمنو کې د ترهګرۍ بريد له امله د وژل شوو کسانو شمير ۴۳ تنو ته لوړ شوی دي.

دامطلب دهېواد د عامي روغتيا وزير وائل ابوفاور څرګند کړی دي. په دغو ترهګرۍ بريدونو کې ۲۴۰ ملکي وګړي ټپيان شوي دي. دوو ترهګرو د بيروت ښار په سهيلي برخه د برج البراجنه د ګڼه ګوڼې په سېمه کې د اوو دقيقو په فاصله يو په بل پسي ځانونه وچوول. دوهمه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې خلګو غوښتل د لومړۍ چاودنې ټپيانو سره مرسته وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل