د میانمار ټولټاکنو کې د انګ سان سوچې د ګوند څرګند بری

د ټاکنو کمېسیون وویل، چې این ایل ډي د پارلمان د دواړو جرګو له ټولټال ۶۶۴ څوکیو نه پر ۳۴۸ هغو بریا تر لاسه کړې ده

برما کې د دیموکراسۍ لپاره ملي اتحاد ( این ایل ډي ) د دغه هېواد په ټاکنو کې پراخ بری تر لاسه کړی دی.

تر اوسه چې د ۸۰ سلنه پارلماني څوکیو پایلې اعلان شوې د انګ سان سوچې ګوند د هغو څوکیو له دوه درېیمې برخې ډېرې تر لاسه کړې، چې د پارلمان کنترول تر لاسه کړي، ولسمشر و ټاکي او د لسیزو پوځ پلوه واکمني پای ته ورسیږي، خو دې سره پوځ ته په پارلمان کې ۲۵ سلنه څوکۍ له ټاکنیزې سیالۍ پرته پوځ ته ورکړلې شوې، چې پام وړ اغیز به ولري.

د اساسي قانون له مخې مېرمن سوچې نه شي کولای د ولسمشرې په توګه خپله وټاکله شي.

د دغه قانون له مخې داسې هېڅوک د ولسمشر په توګه نه شي ټاکل کېدای، چې اولادونه یې د بهرنیانو په توګه زېږېدلي وي.

د مېرمن سوچې دواړه زامن د بریتانویانو په توګه زېږېدلي دي.

خو مېرمن سوچې، چې د نوبل جایزه یې ګټلې او لسیزې یې د پوځ له لوري په کور دننه د زنداني په توګه تېرې کړې، ټینګار کوي چې که ګوند یې بریالی شي د هېواد مشري به کوي.

که څه هم د ځینو ګډوډیو رپوټونه خپاره شوي، خو په ټول کې د میانمار دغه ټولټاکنې شفافې بلل کېږي

د یکشنبې په ورځ ۲۵ کاله وروسته لومړی ځل میانمار کې، چې برما هم بلله کېږي ازادې ټاکنې وشوې.

د ټاکنو کمېسیون د پایلو اعلان ډېر سوکه کوي او د جمعې په ګهیځ این ایل ډي یوازې دوو رایو ته اړتیا درلوده، چې د پارلمان په دواړو جرګو کې اکثریت تر لاسه کړي.

وروسته د ټاکنو کمېسیون وویل، چې این ایل ډي د پارلمان د دواړو جرګو له ټولټال ۶۶۴ څوکیو نه پر ۳۴۸ هغو بریا تر لاسه کړې ده.

په نژدې راتلونکو ورځو کې د ټولټاکنو د پایلو وروستي اعلان ته تمه نه کېږي او د ولسمشر ټاکنې بهیر به هم په جنورۍ کې د نوي پارلمان له غونډې وروسته پیلیږي.

اوسني ولسمشر تهین سین او د پوځ مشر وار له مخه ویلي د ټاکنو پایلو درناوی به وکړي او له نوي حکومت سره کار کولو ته چمتو دي.

برما کې نژدې ۳۰ میلیونه کسان د رایې کارونې په شرایطو برابر وو او ویل کېږي، چې ۸۰ سلنه کسانو په ټاکنو کې رایې کارولې.

که څه هم په ټاکنو کې د ځینو ګډوډیو په اړه رپوټونه خپاره شول او د روهنګیا مسلمانانو لږکۍ په شمول چې رسماً د دغه هېواد وګړي نه بلل کېږي، زرګونه کسان په ټاکنو کې له برخې اخیستو محروم وو، خو په ټول کې د میانمار دغه ټاکنې شفافې بللې کېږي.

واکمن همغږي او پرمختیا اتحاد ګوند ( یو ایس ډي پي ) چې پنځه کاله مخکې ټاکنو کې یې، چې له نیوکو سره ملې وې، بریا تر لاسه کړې وه، اوسنیو ټاکنو کې تر اوسه اعلان شویو پایلو له مخې پنځه سلنه څوکۍ تر لاسه کړې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل