په سنګین کې لسګونه امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي وايي، چې له دوو شپو او ورځو راهیسې سلګونو طالب اورپکو د دې ولسوالۍ په امنیتي پوستو بریدونه پيل کړي دي.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکی محمد جمعه د ټیلیفون په کرښه وویل، چې طالبانو ځېنې سیمې نیولي او یو شمېر سرتېري وژل شوي دي.

د سنګین ولسوالۍ شاوخوا۸۰ تنه ملي اردو او ملي پولیسو سرتېري وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د امنیې قوماندانۍ او د ولسوالۍ ودانیو په شاوخوا ۳ کیلو متري کې جګړه روانه ده.

د امنیې قوماندانۍ یوې امنیتي سرچېنې د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، د ملي اردو سرتېري طالب اورپکو ته تسلیم شوي، خو کره شمېر یې معلوم نه کړ.

په ورته وخت کې د هلمند والي ویاند عمرځواک په سنګین کې د جګړې خبر مني او وايي، چې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی.

نوموړي د طالبانو سره د امنیتي ځواکونو یوځای کېدو په اړه د سلام طندار پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د سرتېرو تسلیمېدو په اړه معلومات نه لري.

وموغوښتل، چې په دې اړه د ۲۱۵ میوند قول اردو نظر هم له واخلو د مخابراتي شبکو نه فعالیت له امله بریالي نه شوو.

قاري یوسف احمدي، چې ځان د وسله والو طالبان ویاند بولي رسنیو ته ویلي دي، چې په سنګین ولسوالۍ کې شاخوا ۷۰ تنه امنیتي سرتېري ورته تسلیم شوي دي.

احمدي ادعا کوي، چې ۷۳ میله بېلا بېلې وسلې هم نیولي دي.

په سیمه کې امنیتي سرچېنو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Author

خروج از نسخه موبایل