د افغان ولسمشر میرمن د کډوالو ستونزو هواري لپاره اروپا ته تللې

د کډوالو چارو وزیر وايي، د ولسمشر مېرمن جرمني ته تللې، چې د دغه هېواد په ګډون له اروپايي چارواکو وغواړي، چې د افغان کډوالو منلو لړ کې سخاوت څرګند کړي

له اروپايي هېوادونو نه د هغو لسګونه زره افغان کډوالو هلته د منلو غوښتنې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني جرمني ته تللې.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي بي بي سي ته ویلي افغان حکومت څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې افغانستان کې د شته نا امنیو او کړکېچ له کبله هلته له ورغلیو افغان کډوالو سره د خواخوږۍ پر بنسټ چلند وکړي.

هغه وايي دې لړ کې اوس د ولسمشر مېرمن جرمني ته تللې، چې د دغه هېواد په ګډون له اروپايي چارواکو وغواړي، چې د افغان کډوالو منلو لړ کې سخاوت څرګند کړي.

د وزیر بلخي په خبره پرون یې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدلي او پرېکړه شوې، چې د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو سفیران به یوې غونډې ته راوبولي، چې د افغانستان حالت ورته تشریح کړي.

د وزیر بلخي په خبره پرون یې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدلي او پرېکړه شوې، چې د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو سفیران به یوې غونډې ته راوبولي

د نوموړي په وینا له سفیرانو به وغواړي، چې د کډوالو منلو کې سخاوت وکړي.

ښاغلی بلخي وايي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت ارزونې لپاره باید افغانستان او اروپايي هېوادونه تل له یوه بل سره اړیکه ولري او وايي باید داسې پرېکړې و نه شي، چې پلي کول یې ستونزمن وي.

هغه وايي له دغو هېوادونو د نړیوالو قوانینو او د دغو هېوادونو د خپلو قوانینو پر بنسټ د افغانستان غوښتنه دا ده، چې ټول کډوال ومني.

دا وروستیو میاشتو کې، چې اروپا ته د ورتلونکو کډوالو جوپې په ډېرېدو دي، جرمني هغه هېواد دی، چې په ځانګړې توګه د سوریې او افغانستان تر ټولو د ډېرو کډوالو کوربتوب کوي.

افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالی کمېساري وايي د هغو افغان کډوالو شمېر چې د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې اروپا ته تللي له ۱۲۲ زرو کسانو اوښتی دی.

د یادې ادارې ویاند نادر فرهاد وايي پروسږ کال په همدومره مودې کې دغه شمېر تر ۳۰ زرو ډېر و.

Author

خروج از نسخه موبایل