دعراق په پلازمینه کې دترهګرۍ بريد له امله ۱۷ تنه وژل شوي دي
د پلازمېنې بغداد په یوه ښاري ناحيه کې د ترهګرۍ بريد له کبله لږ ترلږه ۱۷ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زيات نور کسان ژوبل شوي دي. دامطلب د تلويزونې چينل ورکړی دي.
د رارسيدلو رپوټونو له مخې ځانمرګې بريدګر د پلازمېنې د يو جومات په وره کې ځپل ځان والوزاوه.
تر دې پيښي مخکې د جمعي په ورځ د بغداد د صدر او حسین په سيمه کې دوې چاودنې وشوي. دامنيتي ځواکونو دمعلوماتو پر بنسټ دغه دواړې پيښي د چاوديدونکو ټوکو د چاودنې له امله رامنځته شوي دي. د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه دی ورکړل شوي.