د سورييي دولتي ځواکونو له دوه کلونو مبارزي وروسته په حلب ښار کي يوه لويه پوځي هډه له داعش وسله والو نيولې ده

له کله چي په سوريه کي د روسيي هوايي بريدونه پيل شوي دا د دولتي سرتيرو دا لومري f9f70c708e79d3ae5e6bc087b08db993_XLبريا ده چي دولتي سرتيرو تر لاسه کري ده

د سوريي په شمالي حلب شار کي د کويريس پوخي هده چي له دوه زره ديارلسم کال وروسته د داعش وسله والو له لوری کلابنده وه له هغي ورخي راهيسي د دوارو خواوو ترمنخ ديري نشتي تر سره شوي دي خو دولتي سرتیرو دا پوځي هډه وساتله. د سوریې دولتي سرتیرو څه موده وړاندې د داعش وسله والو پرضد او دروسیې هوایي بریدونو په ملتیا په حلب ښار کې جګړه پیل کړه خو تیره ورځ په دې بریالي شول چې ددې پوځي هډې کلابندي ماته کړي. د سوریې ولسمشر په یوه ټلویزیوني پیام کې ددې لویې پوځي هډې ژغورل خپلو هیوادوالو ته مبارکي ویلې ده.

بشار اسد/ ” زه هغه اتلانو ته چې له کلونو راهیسې یې مقاومت کړی سلام استوم زه هغه اتلانو هم سلام استوم کوم چې دا کلابندي یې ماته کړې ده زه هر سرتیري او ددې هیواد هر وګړي ته سلام کوم.”

جنرال منتصر زمان/ ” د کلابندی له پیله مونږ یوې زورورې جګړې ته چمتو شوي وو مونږ پر خپلو سرتیرو او مشر باندې باور او اعتبار درلود”

د سوریې بشر حقونو چې مرکز یې په لندن کې دی او د سوریې د جګړې په هکله ریپوټونه ورکوي دا منلې چې د کویریس هډې کلابندي ماته شوې ده.

له کله چې له یوې میاشتې ر اهیسې د سوریې د دولت په پلویتوب د روسیې هوایي بریدونه پیل شوي دا داعش لومړی ماته ده چې ور سره مخ کیږي.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي: دوی په تیره یوه میاشت کې به سوریه کې له یو زر شپږ سوه ډير عملیات ترسره کړي دي چې له امله یې د داعش او نورو وسله والو ډلو ډيری مرکزونه او وسلو ساتنځایونه له منځه تللي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *