ولسمشر د لاريون کونکو ځيني غوښتنې منل شوې دي

د تير ماښام په ناسته کي چي د لاريون کونکو استازو، ولسمشر اجرايي ريس، د ولسمشر او اجرايي ريس دوهم مرستيالانو د کورنيو چارو ملي دفاع وزيرانو شتون درلود دلاريون کونکو له يو شمير غوښتنو سره هوکړه شوې خو په هزاره جاتو کي د قول اردو رامنځ ته کول او د خاک افغان ولسوالۍ له فعاليت سره هوکړه نه ده شوېDSC00128

ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي، حکومت خپلې نیمګړتیاوې مني خو د خلکو د غوښتنوپلي کولو هڅه یې هم کړې ده. دوی د لاریون کونکو له لوري ورکړل شویو شعارونو ته په نغوتې سره ویلي، نیوکې د خلکو حق دی او په ویاړ سره د نیوکو اوریدو زغم لري خو یو ډول یې د تیرې ورځې لاریون کونکي د مخالفینو به کتار کې درولې د هغه مخالفینو چې ددوی د مړینې غوښتونکي دي.

دوی په داسې حال کې د لاریون کونکو په شعارونو نیوکه کړې چې ښاغلي غني ویلي دا شعارونه دده د کورنیو او بهرنیو مخالفینو له لوري ورکول کیږي. خو د چارو څارونکي وایي چې ښاغلي غني د وسله والو له لوري د جګړې او د تیرې ورځې د لاریون کونکو له لوري د شعارونو سره بیا هم دوی له مخالفینو او لاریون کونکو سره د سوله ایزو خبرو لاره خپله کړې ده او تل یې له دوی څخه غوښتي ترڅو سوله ایزه لاره خپله کړي.

دا څارونکي وایي چې د لاریون کونکو شعارونه د ګیلې او احساساتو له مخې وو نه د دښمنۍ له مخې!

ولسمشر د وړاندیزونو په هکله ویلي: چې د دفاع کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت ریس ته یې حکم کړی ترڅو د لویو لارو د امنیت خوندي کولو لپاره ځانګړې پلانونه تر لاس لاندې ونیسي او د حکومت امکاناتو ته په کتو سره د قربانیانو له کورنیو سره مرسته وکړي خو د نوې قول اردو د رامنځ ته کولو په هکله ژمنه نشي کولای. ښاغلي غني له لاریون کونکو څخه غوښتي ترڅو وژل شوي کسانو خاورو ته وسپاري او خپل لاریون پای ته ورسوي او له دې وروسته د د لاریون کونکو استازي له حکومتي مسولینو سره د ستونزو په هکله خبرې وکړي.

په دې غونډه کې اجرایي ریس عبداله عبدالله هم د زابل په پیښه خواشیني ښودلي ویلي یې دي حکومت هیڅ کله د خپلو خلکو پر وړاندې له بیغوریه کار نه دی اخستی خو باید له دې پیښې د یوشمیر کسانو له لوري د شخصي ګټې اخستنې مخنیوی وشي.

بله خوا د ښاغلي عبدالله مرستیال د تیرې ورځې په لاریون کلکه نیوکه کړې ویلي یې دي دا لاریون د هغه کسانو له لوري تر سره شوی کوم چې د دولتي څوکیو په تر لاسه کولو کې پاتې راغلي دي.

خو خلک وایي: هیڅ یو ورک نومۍ او ناوړه ګټه اخستونکی په سلګونه زره کسان لاریون ته نشي هڅولی او نشي کولای ښځې ماشومان سپینګیري د شپې تر ناوخته په سړه هواکې د عدالت غوښتنې لاریون لپاره سړکونو ته را وباسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *