د سعودي عربستان دولت په روان کال کي د بهرنيانو په گډون ۱۵۱ کسان اعدام کړي دي د بښنې نړيوال سازمان په يوه ريپوټ کي ويلي په تيرو دوه لسيزو کي په دي هيواد کي د اعدام دا کچه لوړه ښودل شوې چي ډيری پيښې نا عادلانه وي6eqdkzlbuzp2l0vfdh5c

په سعودي عربستان کې د ډيریو جرمنونو سزا اعدام دی. او هغه کسان چې په دې جرمنو تورن وپیژندل شي له دوی څخه سرونه پرې کیږي. د ملګرو ملتونو د بښنې نړیوال سازمان په یوه خپاره شوي ریپوټ کې ویلي: په روان کال کې د سعودي عربستان حکومت ۱۵۱ کسان اعدام کړي او دا کچه په تیرو دوه لسیزو کې بسیاري ښودل کیږي. دوی ویلي چې د نړۍ په کچه په سعودي عربستان کې د اعدامونو دا پیښې دریمې درجې ته رسیږي. د بښنې نړیوال سازمان د سعودي عربستان پر حکومت نیوکه کړې ویلي یې دي له یو سل یوپنځوسو اعدام شویو کسانو څخه یو اویا تنه یې بهرنیان دي. دې بنسټ ویلي: بهرنیو ورګړو ته له ځانه د فاع بشپړ وخت نه دی ورکړل شوی او دوی د محکمې پر مهال د ترجمان له هوساینې بې برخې وو. د ریپوټ له مخې درې شپیته کسان د نشه یي توکیو د قاچاقو به تور اعدام شوي او له دوی څخه پنځه ځلویښت یې بهرنیان وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *