روحاني: ځینې هیوادنه د ویانا ناستې د ناکامولو هڅې کوي

د سوریې ستونزې د هواری په موخه د ویانا راتلونکې ناستې په هکله د ایران ولسمشر د سوریې ستونزې پر هواری ټینګار کړی ویلي یې دي چې یو شمیر کړی ددې خبرو د ناکامولو په هڅه کې ديHassan Rouhani

روحاني له یوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: له واکه د بشار اسد د لاس په اخستو د یو شمیر هیوادونو ټینګار بې ځایه دی او په سوریه کې له یوه پیاوړي حکومت پرته له ترهګرۍ سره مبارزه شونې نه ده

په ویانا کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د سوریې ستونزې د هوای په موخه تیره میاشت د ايران، ترکيې، عربستان او یو شمیر عربي هیوادونو د استازو په ګډون ناسته تر سره شوه او د غونډې ګډونوالو په سوریه کې د خبرو له لارې د ستونزې پر هواری هوکړې ته سره ورسیدل. پتیل شوې چې دا ډول یوه بله ناسته به په سوریه کې د ښکیلو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بله ناسته په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل