د سوريي بهرنيو چارو وزارت دي هيواد ته د امريکايي سرتيرو د استولو پلان غندلی

د سوريي بهرنيو چارو وزارت دي هيواد ته د امريکايي سرتيرو د استولو پلان غندلی او دايي د نړيوالو قوانينو پر خلاف گام ښودلی دی

بله خوا د ويانا راتلونکې ناستې په هکله د ايران ولسمشر ويلي يو شمير کړۍ ددې خبرو د ناکامولو هځې کوي

د سوریې بهرنیو چارو مرستیال وزیر فیصل مقداد، له یوې چینایي ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، سوریې ته د امریکایي ځواکونو په تړاو د واشنګټن پریکړې په هکله ویلي: سوریې ته د امریکایي سرتیرو استول پر سوریه تیری او د نړیوالو قوانینو پر خلاف کار دی. امریکایي چارواکیو تیره میاشت اعلان وکړ چې د سوریې د دولت وسله والو مخالفینو د روزنې لپاره به خپل یو شمیر روزنکي او سرتیري سوریې ته استوي. خو د سوریې بهرنیو چارو وزیر مرستیال ویلي: د امریکا دا پریکړه د دمشق لپاره د منلو او زغملو وړ نه ده.

فيصل مقداد/ ” دا به د سوریی پر ځمکنۍ پشپړتیا تیری وي. د نړی هر هیواد ته د دولت له خوښې پرته د سرتیرو استول د نریووالو او ملګرو ملتونو د قوانینو پر خلاف دي زمونږ په آند د امریکا دا کار په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی.”

فیصل مقداد په سوریه کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر مرکزونو د سوریې له بریدونو په ستایلو سره ویلي، دا عملیات ګټور وو او له بیلا بیلو اړخونو یې ترهګرو ته ډیر زیان اړولی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل