په زابل کې د وژل شوو ۷ مسافرو جنازې ارګ ته وړل کيږي

په زابل کې د وژل شوو ۷ مسافرو جنازې ارګ ته وړل کيږي

د زرګونو تنو په ملتیاتېر (سه شنبه) ماښام دغه جنازې کابل ته راوړل شوې.

دغه مسافر په زابل کې وسله والو برمته کړي و چې ۳ ورځې وړاندې یې ترې سرونه پرې کړل.

پارېدلو اعتراض کوونکو، چې دجنازې د لېږد مراسمو کې یې ګډون درلود د «مرګ په ترورېست او مرګ په طالب»شعارونو په ورکولو سره یې دملي یوالي حکومت مشران بې کفایته بلل او ویل یې، چې د چارواکو د را ويښوولو له پاره جنازې پر اوږو تر ارګه وړي.

دغو اعتراض کوونکو وویل، تر هغې چې حکومت په افغانستان کې د (هزاره وژنې) مخه ونه نیسي نو دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي. دوی همدا ډول ګواښ وکړ، چې که حکومت ددوی وژل شوو د وینې انتقام وانخلي دوی به خپله په دې چارې لاس پورې کړي.

اعتراض کوونکو همدا ډول ددې پېښې او کابل ته د جسدونو د لېږد په مخنيوي پر حکومت او دملي امنیت پر شورا نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې د جنازو سره به په «دشتې برچي» کې شپه رڼه کړي.

دوی وویل، ددوی موخه دا ده چې حکومت پرې نه ږدي پر خپلو ناغړيو برغولی کېږدي.

بلخوا تېره ورځ زرګونو غزنچیانو د سر پرې شوو مسافرو دجسدونو د لېږد پرمهال د غزني ولایت تر ودانۍ لاريون وکړ او له هغې وروسته یې جسدونه دحکومت د غوښتنې خلاف د سره صلیب په مرسته کابل ته ولېږدول.

د مدني ټولنې استازو چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود له اعتراض کوونکو ملاتړ اعلان کړ او ددې مسافرو وژنه یې د« د ځان غوښتنې» قرباني یاده کړه

د مدني ټولنې له ډلې یو تن باقي سمند وویل، چې دا یواخې د جاغوري، غزني او هزاره ګانو غم نه دی، بلکې دا د ټولو افغانانو غم دی.

د مدني ټولې د فعالانو له ډلې یوې بلې مېرمن زهرا سپهر وویل« ما ولېدل چې اشرف غني خندل او عبدالله خاموش و، خو زه، پلار مې، مور او ورور مې غلي نه شو پاتې کېدلی»

هغې د ټولو افغان میاندو باندې غږ وکړ، چې که نن (چهار شنبه) یې تر ارګه ددې جنازو لېږد ته اوږه ور نه کړه، نو لوڼې او زامن به یې د ۹ کلنې «شکریې» برخلیک سره مخ شي.

شکریه ددې ۷ تنو مسافرو څخه د ۲مېرمنو سره یوه هغه وه چې د وسله والو له خوا یې سر پرې شوی و.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی، چې دولسمشر لومړی مرستیال سرور داشن، داجرایه ریاست دویم مرستیال محمد محقق، د قبایلو وزارت وزیر محمد ګلاب منګل، د ترانسپورټ وزیر محمد الله بکتاش دافغانستان د ملي امنیت شورا له خوا ټاکل شوي چې د وژل شوو مسافرو کورنيو سره په اړیکه کې شي. همدا ډول ټاکل شوې چې دوی ددې جنازو د تدفین په مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي تېر ماښام په یوه خبري ناسته کې دا هم وویل، چې امنیت شورا پرېکړه کړې، چې هغه چارواکي دې ځواب ورکړي، چې ددې مسافرو په را خوشې کولو کې یې بې غوري کړې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل