میانمار ولسمشر انګ سان سوچې ته د بریا مبارکي ورکړه

151111091753_san_suu_kyi_640x360_getty_nocreditمېرمن سوچې د خپل هېواد مشرتابه ته لیک استولی او پکې یې د ملي روغې جوړې په اړه د خبرو غوښتنه کړې

د میانمار ولسمشر تهین سین اپوزېسیون مشرې انګ سان سوچې ته په ټولټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې.

تر اوسه د ۴۰ سلنه څوکیو رایو پایلې اعلان شوې دي، چې پکې د نوموړې په مشري جمهوریت لپاره ملي اتحاد ( این ایل ډي ) نوې سلنه رایې تر لاسه کړې دي.

مېرمن سوچې د خپل هېواد مشرتابه ته لیک استولی او پکې یې د ملي روغې جوړې په اړه د خبرو غوښتنه کړې.

خو ویاند یو یې هتوت وايي دغه ډول ناسته د ټاکنو بشپړو پایلو له اعلانه وروسته کیدای شي. نوموړی وايي د یکشنې ورځې د ټاکنو ځندولو هېڅ ډول هڅه نه کېږي.

خبریالان وايي له پراخې بریا سره هم مېرمن سوچې له احتیاطه ډکه تګلاره غوره کړې ده.

واکمن یووالي او پرمختګ اتحاد ګوند چې پنځه کاله مخکې یې ناندریزو ټاکنو کې پراخه بریا تر لاسه کړې وه، اوس د هغو څوکیو پينځه سلنه ګټلې دي، چې سیالي یې پرې کوله.

د پوځ لپاره ځانګړې شوې څوکۍ

۲۵ سلنه څوکۍ وار له مخه د پوځ لپاره ځانګړې شوې دي.

د میانمار پارلمان ۶۶۴ څوکۍ لري، له دوی یې څلورمه برخه څوکۍ پوځ او دېموکراسي پلوه ګوند (اېن اېل ډي) ته ځانګړې شوي.

د غوڅ اکثریت ګټلو لپاره باید یو ګوند د پاتې څوکیو ۷۰ سلنه وګټي.

ه میانمار کې د یو اېس ډي پي ګوند چې پوځ یې ملاتړ کوي په ۲۰۱۱ کال کې هغه وخت واک تر لاسه کړ چې په دغه هېواد کې د لسیزو نظامي حکومت په یوه جمهوري او ولسي حکومت واوښت.

Author

خروج از نسخه موبایل