سعودي عربستان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د بشري حقونو کمېټې ته د تصویب لپاره داسې یو پرېکړه لیک استولی، چې سوریه کې د ایران او روسیې لاسوهنې پکې غندل شوې دي. خو د سعودي دا خوځښت د ایران او روسیې د استازو له مخالفت سره مخامخ شو.

دغه ناالزامي پرېکړه لیک د سعودي عربستان له خوا چمتو شوی، خو د عربي هېوادونو سربېره یې امریکا، بریتانیا، فرانسې او نورو لوېدیځو قوتونو هم ملاتړ کړی دی.

د پرېکړه لیک ډېری نیوکې د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته متوجه دي، چې وايي ”له واکه په ناوړه ګټې اخیستو یې د ولسي وګړو پر وژلو مخ ور اړولی” دی.

د دغه پرېکړه لیک په مصوبه کې په ځانګړې توګه د روسیې نوم نه دی یاد شوی، خو ”په ټینګه کې د سوریې د منځلارو مخالفانو پرضد بریدونه غندلي او ددغو بریدونو د سم لاسي درولو غوښتنه یې ک150720134702_un_security_council_iran_nuclear_deal_640x360_afpړې”، چې وايي ”دا ډول بریدونه د داعش او د نصرت جبهې په څېر د ترهګرو ډلو په ګټه دي”.

روسیې له تېر سپتمبر میاشتې راهیسې په سوریه کې د سوري نظام د مخالفو د ځپلو په موخه هوايي بریدونه پیل کړي.

مسکو وايي، د بریدونو موخه یې هلته د ”اسلامي دولت” ډلې ځپل دي، او ددغو بریدونو ۸۰ برخه پر هغو اورپکو کېږي چې د لوېدیځ ملاتړ ورسره دی.

د سوریې یوه استازي د سعودي عربستان پر دغه پرېکړه لیک نیوکه کړې او وايي چې عربستان او قطر حق لري چې د بشري حقونو په تړاو د نصحیت کولو حق نه لري. دی وايي دا پرېکړه لیک په سوریه کې د بشري حقونو د وضعیت ”سیاسي کولو” لپاره یوه هڅه ده.

ایران هم ورته هڅه کړې او د ”سپاه پاسداران” د نامه ترڅنګ یې له ”ترهګرو ډلو” هم شکایت کړی دی.

په تېره یوه میاشت کې سوریه کې د اورپکو ضد عملیاتو په لړ کې تر ۴۰ ډېر ایرانیان، چې ځینې یې د سپاه قومندان وو، وژل شوي دي.

پرېکړه لیک وايي، له سوریې ته ټولې ناقانونه وسله والې ډلې – چې شاید اشاره یې د لبنان حزب الله ته وي – ووځي او د داعش او نورو اسلامپالو سخت دریځو له خوا د بشري حقونو پراخې سرغړونې یې غندلې دي.

په تېره یوه میاشت کې سوریه کې د اورپکو ضد عملیاتو په لړ کې تر ۴۰ ډېر ایرانیان، چې ځینې یې د سپاه قومندان وو، وژل شوي دي.

واشنګټن او ملاتړي عربي هېوادونه یې په سوریه کې د حل لارې لپاره د اسد لیرې کېدل غواړي، خو مسکو او تهران د دمشق د حکومت په ملاتړ وايي د روسي ولسمشر برخلیک باید ددغه هېواد د خلکو له خوا وټاکل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *