ګردېز کې د ډاکټرانو اعتصاب ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

ګردېز کې د ډاکټرانو اعتصاب ناروغان له ستونزو سره مخ کړي

د پکتیا مرکز ګردېز ملکي روغتون ته د راوستل شویو ناروغانو پیوازان له ډاکټرانو څخه شکایت کوي.

لسګونو پیوازانو او ناروغانو سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د دغه روغتون ډاکټرانو او اداري کارکوونکو کاري اعتصاب کړی او ناروغان له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ شوي دي.

دوی وايي، چې په دې سړې هوا کې له لرو پرتو ولسوالیو څخه یې ناروغان راوستلي دي او دلته یې څوک د درملنې په غم کې نه دي.

خو بل لورې بیا ددې روغتون ډاکټران وايي، چې دوی د خپلو حقونو تر لاسه کولو له پاره په دې کار لاس پورې کړی دی.

د ګردېز ملکي روغتون ډاکټر خان ولي احمدزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له ۵ میاشتو راهیسې هېلټ نېټ موسسې معاشونه نه دي ورکړي او د خپلو حقونو تر لاسه کولو له پاره یې کاري اعتصاب کړی دی.

احمدزی وايي، دوی به د خپلو معاشونو تر لاسه کولو تر وخت پورې دې اعتصاب ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د پکتيا د عامې روغتيا رییس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي هم د ډاکټرانو د کار بنديز خبره مني او وايي، چې ټولې ستونزې د هېلټ نېټ موسسې له لوري ډاکټرانو او کار مندانو ته جوړې شوي دي.

محمدي وايي، څو ځله يې دغې موسسې او وزارت ته د معاشونو د حواله کېدو په اړه وړانديزونه کړي خو لا يې هم برخليک معلوم نه دی.

د عامې روغتیا رییس وايي، د هېلټ نېټ موسسې ورسره ژمنه کړې، که ډاکټران او کار کوونکي کارې اعتصاب پای ته ورسوي؛ په ۳ ورځو کې به یې معاشونه حواله کړي.

د ګردېز ملکي روغتون ډاکټران په داسې حال کې د کار اعتصاب کوي، چې له دې مخکې په خوست ولسوالیو کې ډاکټرانو ګواښ کړی و، که د هېلټ نېټ موسسې له خوا یې د ۶ میاشتو معاشونه ور نه کړل شي دوی به د ولسوالیو کلېنیکونه وتړي.

د ګردېز ملکي روغتون ته په منځني ډول د ورځې ۸۰۰ ناروغان د درملنې له پاره ورځي، چې دا مهال ټول ناروغان د روغتون د تړل کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

Author

خروج از نسخه موبایل