اجرايوي ریاست: د غوراوي کمیټه باید ژر تر ژره کار پیل کړي

اجرايوي ریاست: د غوراوي کمیټه باید ژر تر ژره کار پیل کړي

اجرايوي ریاست وايي، چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون غوراوي کمېټه باید ژر تر ژره خپل کار شروع کړي، په داسې حال کې چې ولسمشرۍ مانۍ ددې کمېټې د نه بشپړېدو خبر ورکوي.

د اجرايوي ریاست د ویاند مرستیال اصف اشنا رسنيو سره په خبرو کې د غوراوي کمېټې د کار ځنډ لامل د پارلماني ټاکنو ځنډ په ګوته کړ.

تېره اونۍ د ټاکنیز سمون د کمېسيون له لوري د غوراوي کمېټې له پاره ۷ تنه وپيژندل شول، د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي سلام وطندار ته ویلي و، چې ددې کمېټې له پاره سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د بشري حقونو، د اساسي قانون د تطبیق د نظارت کمېسيونونواو دخبریالانو، مدني فعالانو لخوا د غړیتوب له پاره کسان ور پېژندل شوي دي.

ټاکل شوې دغه کمېټه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو له پاره لېست جوړ کړي او بیا یې ولسمشر ته وړاندې کړي.

خو په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وویل، چې تر اوسه پورې د غوراوي کمېټه بشپړه شوې نه ده.

هاشمي زیاته کړه، چې د غوراوي کمېټې له پاره اوس مهال په انتصابي ډول غړي پيژندل شوي، چې دا کار باید په ټاکنیز شکل ترسره شي.

په داسې حال کې چې هاشمی د غوراوي کمېټې د کار پېل نېټه ځانګړې نه کړه، خو ویې ویل، چې د مدني ټولنو او بشري حقونو دکمېسيون له لورې د غړو له بیا ټاکنې وروسته به پېل شي.

دین محمد ګران، نادر هوتک، لطف الرحمان، فهیم دشتي، نعیم ایوب زاده، زرقا یفتلي او احمد ضیا لنګري په ترتیب سره د سترې محکمې، د اداري اصلاحاتو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسيونو، رسنيو، مدني ټولنو، د ښځو دحقونو د دفاع ټولنو او د بشري حقونو دخپلواک کمېسيون لخوا د دې کمېټې د غړو په توګه پېژندل شوي وو.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسيون د ولسمشر په ځانګړي فرمان سره د روان کال د چنګاښ میاشتې په پای کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د رامنځته کولو له پاره رامنځته شو

Author

خروج از نسخه موبایل