روسیه ایران ته د اېس ۳۰۰ توغندیو سیستمونه ورکوي

روسیه ایران ته د اېس ۳۰۰ توغندیو سیستمونه ورکوي

اېس ۳۰۰ توغندي په روسیه کې له مهمو توغندیو ګڼل کېږي

د روسي پوځي توکو جوړونې ”روستک” حکومتي بنسټ ویلي، روسیې له ایران سره یوه هوکړه لاسلیک کړه، چې پر مټ به یې ایران ته د اېس ۳۰۰ توغندیو دفاعي سیستمونه ورکوي.

د روسیې د حکومتي وسلو جوړونې ”روستک” بنسټ د مشر سیرګي چمیزوف له خولې ویلي، ”د اېس ۳۰۰ توغندیو د دفاعي سیستم ځانګړې هوکړه عملاً لاسلیک شوه”.

د ایران ددفاع وزیر حسین دهقان په تېر اګست کې اعلان وکړ، چې هېواد یې له روسیې سره یوه هوکړه لاسلیکوي، چې پربنسټ به یې ایران ته د توغندیو دفاعي سیستم ورکړل شي.

دهقان هغه مهال دا هم ویلي وو، چې ایران د خپلو بالیستیکي توغندیو د محدودیت په اړه راضي نه دی، ځکه چې ایران یې د دفاعي موخو لپاره کاروي نه دا چې اتومي سروکي ولېږدوي.

اېس ۳۰۰ توغندیز دفاعي سیستم د ځمکې او هوا د اوږد واټن پرمختللی سیستم دی، چې په لومړي ځل په ۱۹۷۹ کال خپور شو او د روسیې وسله والو ځواکونو یې تر اوسه د پرمختګ په اړه کار کاوه.

دغه توغندي الوتکې هم په نښه کولی شي.

کارپوهان وايي، دغه توغندي د امریکا له پاټریوټ توغندیو سره ورته دي.

اېس ۳۰۰ توغندي څرنګه کار کوي:

په دغه توغندي سیستم کې ۳۰۰ کیلومتره پوښښ لرونکی رادار نصب شوی، چې معلومات مهارخونې ته لېږدوي.

د هدف له مشخصولو وروسته، مهارخونه رادار ته د توغندیو توغولو امر کوي.

کارپوهان واييو اېس ۳۰۰ توغندي د امریکا له پاټریوټ توغندیو سره ورته دي

د معلوماتو په استولو سره، په غوره توګه له شپږو مهارخونو نه په یوځلي ډول دوه توغندي هم توغولی شي.

خو داسې هم کېدای شي چې پر شپږو هدفونو پر یوه وخت ۱۲ توغندي ورخوشي کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل