افغانستان باید له هند سره خپلې اړيکې ښې کړي

افغانستان باید له هند سره خپلې اړيکې ښې کړي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ له هند سره د ښو اړيکو د ټينګښت او په اقتصادي او امنيتي برخو کې د یاد هېواد د مرستو د جلبولو په هدف نوي ډهلي ته سفر وکړ.

هندوستان ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سفر ځينې سیاسي چارو کارپوهان له اهمیته ډک ګڼي.

دغه کارپوهان په دې اند دي، چې په دغو شرایطو کې ډهلي ته حنیف اتمر رسمي تګ خورا مهم او ارزښناک دی.

د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، په داسې حال کې، چې غربي هېوادونه له افغانستانه د واټن اخیستو په حال کې دي، نو په دغسې حساسو شرایطو کې د حنیف اتمر سفر خورا زیات ارزښت لري.

د ولسي جرګې غړی عبدالودود پېمان وايي، چې له افغانستان سره د سيمه ییزې همکارۍ، سولې او ثبات په برخو کې روسیه او هند خورا ښه انتخاب دی.

هغه زیاتوي، چې افغانستان باید له هند سره د اوږدمهالې همکارۍ او ستراتيژۍ څخه په امنيتي او نورو برخو کې ګټه واخلي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره ورځ له هند سره د ښو اړيکو د ټينګښت او په اقتصادي او امنيتي برخو کې د یاد هېواد د مرستو د جلبولو په هدف نوي ډهلي ته سفر وکړ.

په پام کې ده، چې اتمر د هند له ملي امنیت سلاکار، دفاع وزیر، بهرنيو چارو وزیر او نورو لوړ پوړو مقاماتو سره خبرې اترې ولري.

د ملي امنیت د سلاکار ویاند تواب غورځنګ د اتمر د سفر په اړه سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان حکومت د دغه سفر څخه خورا زیاتې تمې لري او دغه سفر به يې هم له لاسته راوړنو ډکې وي.

غورځنګ د نوي حکومت د پېل سره سم له هند سره د وروستيو کمرنګو اړيکو په باب زیاته کړه، چې دغه سفر به پخواني اړيکې هم ورغوي.

له بل لوري د نړېوالو اړيکو کارپوه لطیف نظري وايي، چې هندوستان په هره برخه کې له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو غوښتونکی دی.

هغه زیاتوي، که د افغانستان په دې اړه منظمه او مشخصه ستراتيژي و نه لري، نو هند به پر افغانستان شکمن شي.

د نظري په وينا، د ملي وحدت د حکومت په پېل کې له پاکستان سره د اړيکو په پاللو کې د افغان چارواکو تېروتنې هندي چارواکي ناهيلې کړلې.

د هغه په خبره، اوس افغان لوړ پوړوي حکومتي چارواکي خپلو تېروتنو متوجه شوي او غواړي پخواني تېروتني جبران کړي.

نظري وايي، که څه هم هندوستان د افغانستان په نظامي برخه کې رغنده رول نه دی لوبولی، خو په نورو برخو لکه روزنه او اقتصادي څانګو کې خورا مهم هېواد دی.

نوموړی په دې اند دی، چې د ملي امنیت د سلاکار سفر به د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا له پاره خورا مهم وي، خو په وینا يې افغان حکومت به ونه شي کړای، چې په ټوله د هند باور جلب کړي، ځکه هند دې نتيجې ته رسېدلی، چې د حنیف اتمر سفر به د پاکستان د یو دمي بدلون په برخه کې یو سياسي غبرګوني سفر وي.

تر ټولو مهمه دا، چې د اتمر د سفر سره جوخت پاکستاني چارواکو له هندي مقاماتو غوښتي، چې له طالبانو سره د خبرو اترو او افغانستان کې د سولې راوستو په برخو کې باید اسلام اباد ته سفر وکړي.

تر اوسه دا نه ده جوته، چې ایا هندوستان به د پاکستان دغه غوښتنه و مني او کنه.

Author

خروج از نسخه موبایل