په يمن کې په تيرو دوو ورځو جګړو کې تر پنځوس ډير ملکې کسان وژل شوي دي
دعربي ائيتلاف او د پخوانی ولسمشر علي عبداهر صالح ته د وفادارو عسکرو ترمنځ په جګړه کې په تيرو دوو ورځو کې تر پنځوس زيات ملکي کسان وژل شوي دي.
د طبي منابعو د خبر سره سم دهېواد په سهيل —لويديځ د الضالع ولايت د تعز په ښار کې دنښتو په ترځ کې د اتو ملکې وګړو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي دي.
په سيمه کې د ژغورنده ټيمونو دمعلوماتو له مخې چې د جګړې پر مهال د خوړو رسول بند شويدي ، چې په زرهاو خلګ د لوږي سره لاس او ګريوان دي. او ۳۰ تنه نور د ولايت په بله سيمه کې وژل شوي دي.
په يمن کې له ډيري مودې راهيسي پوځي شخړې دوام لري- چيري چې له يوې خوا د «انصاراه و» شيعه تحريک چې د حوثيانو په نامه هم ياديږي او له بله پلوه بيا دپخواني ولسمشر علي عبداه ش صالح ته يوه برخه وفادار عسکر — او ددوی ترڅنګ بيا نور — د پخواني تښتيدلي ولسمشر عبد ربه منصور —ځواکونه کوم چې له هوا او ځمکې څخه د سعودي عربستان په مشرۍ د عربي ائيتلاف ملاتړ ورسره دي په جګړه بوخت دي.
د ائيتلاف هوايي الوتکې د مارچ له ۲۶ نيټي راهيسي په هغو سيمو بمبارۍ کوي چې د «حوثيانو » تر ولکې لاندې دي. ځمکني ځواکونه چې د هادي په ملاتړ دغه هيواد ته ليږدول شوي دي ، شمير يي تر لسو زرو تنو زيات ښودل شوی دي.