نادعلي او سنګين كې عمليات، ۱۶ مخالفين مړه، ۶ ټپيان

نادعلي او سنګين كې عمليات، ۱۶ مخالفين مړه، ۶ ټپيان

نادعلي او سنګين كې عمليات، ۱۶ مخالفين مړه، ۶ ټپيان د هلمند امنيتي چارواكي وايي، په سنګين او نادعلي ولسواليو كې يې د يو لړ عملياتو پر مهال ۱۶ تنه د دولت مخالف وسله وال وژلي او ۶ تنه ټپيان دي.

د هلمند له ۲۰۱۵ ميوند قول اردو لخوا په نننۍ راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دغه كسان په سنګين او نادعلي كې د هوايي ځواك په ملتيا د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت د سرتېرو په عملياتو كې وژل شوي.

سرچينې زياته كړې ده په دغو عملياتو كې د نادعلي او سنګين په ځينو سيمو كې ۱۶ كړۍ ماينونه هم كشف و خنثى شوي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

خروج از نسخه موبایل