د ولسمشر پوتين پخوانی مرستيال امريکا کې مړ موندل شوی
د واشنګټن پوسټ په وينا د ميخايل مړی د ډوپونټ سرکل په نامه هوټل له ېوې کوټې ترلاسه شوی دی
د روسيې دولتي رسنيو په وينا، د ولسمشر پوتين د کابينې پخوانی وزير ميخايل ليسن د امريکا پلازمېنې واشنګټن په يوه هوټل کې مړ موندل شوی دی.
د ريا او تاس خبري رسنيو په وينا د روسيې د قوي رسنيو ګروپ “ګازپروم” پخوانی مشر او د دې هېواد د رسنيو پخوانی وزير ۵۷ کلن ميخايل د پنجشنبې په ورځ د زړه حملي له کبله مړ شوی دی.
امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ په وينا د ميخايل مړی د ډوپونټ سرکل په نامه هوټل له ېوې کوټې ترلاسه شوی دی.
د اخبار په وينا پوليس د دې مړينې په اړه څېړنې کوي.
تېر کال د امريکا د مشرانو جرګې غړي راجر وېکر محکمې ته يو ليک استولی او په امريکا کې د ميخايل د شتمنيو د څېړلو غوښتنه يې کړې وه.
راجر وېکر محکمې ته په استولي لیک کې ويلي وو، چې ميخايل ليسن په امریکا کې د ۲۸ ميليون ډالرو جايداد اخيستی او يو حکومتي کارکوونکي څنګه کولای شي دا ډول ګرانه بيه ملکيت واخلي.
د ميخايل ليسن په اړه ويل کېږي چې يو مهال د روسيې رسنيو او حکومت کې يو مهم او ځواکمن کس و.
له ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۷ کال پورې د پوتين پر مشرۍ د حکومت غړی و او په دغه وخت کې يې په انګريزي ژبه د “رشيا ټو ډي” تلويريون پیل کړ.
تېر کال يې له خپلې دندې استعفا ورکړه