په کابل کي يو شمير ځوانانو د ناامنۍ، وزگارۍ او بهرنيو هيوادونو ته د کډوالۍ پر وړاندې لاس په لاريون پوري کړ دوی ځوانان د هيواد اصلي پانگه ښودلې او له دولت څخه يي ددې پانگي د مخنيوي غوښتنه کړې ده
داکتران دي انجنيران او محصلين خو وزگاره دي
وزگارۍ ناامنۍ او کډوالۍ دوی واټونو راوتلو ته اړ کړي ترڅو حکومت ته ووایي چې د ځوانانو ستونزو ته رسیدنه وکړي.
دوی وایي باید داسې پلانونه ر امنخ ته کړي چې ځوانان بوخت او له هیواده له تیښتی ډډه وکړي.
دوی وایی تیښته د کار چاره نه ده ترڅو چې یې مونږ خپله جوړ نکړو نوریې نشي راته جوړولی
وزګاري او ناامني اوس مهال د افغانستان پر وړاندې له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي نو له دې امله هره ورځ ډيری ځوانان له هیواده وځي او د نور هیوادونو ته د ژوند په بیه زړه ښه کوي. د مالوماتو له مخې اوس مهال یوسل شل زره افغانان نورو هیوادونو ته د ښه ژوندانه پّ موخه تللي دي بله بلې خوا تر اوسه دولت ددې ستونزې په هواری کې پاتې راغلی دی.