د سورئي اردو حلب ته ستراتيژيکه لاره تر خپل کنترول لاندې راوستی ده

د سورئي اردو د حمص ولايت د صليامي څخه بيا د حلب تر ښاره پورې لويه لار (شاهراه)په بشپړه توګه پخپله ولکه کې راوستی ده. دامطلب ريانووستي اژانس داردو دسياسي څانګې د سرچينې له قوله ورکړی دي.

.«اردو د حلب- سوريه او خناصرصليامي لويه لار د «اسلامي دولت» دوسله والو سره تر سختو جګړو وروسته تر ځپل کنترول لاندې راوستل. په لسګونه ترهګر وژل شوي. استحکامچيان تر ځمکې لاندې ښخ شوي ماينونه لټوي». دامطلب داژانس خبر لوځ څرګند کړ.

دسرچیني دمعلوماتو پر اساس پو ځيانو ژمنه کړي چې د پنجشنبي په ورځ به لويه لار د ترافيکو پرمخ پرانيزي.

دصليام —حلب لويه لار حلب دهيواد دنورو ولايتونو سره د حماة له لارې سره نښلوي دغه لار د حلب ښارته داردو داکمالاتو لپاره ډيره مهمه ده ترهګرو دغه لار لس ورځي پخپله ولکه کې ساتلې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *