چین لومړی ځل سپرلۍ لیږدونکې الوتکه چمتو کړه

دغه پروژه ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې وه، خو د یو شمېر لاملونو له کبله د ځنډ ښکار وه

چین د نړیوالو الوتکې رغونکو کمپنیو بوئینګ او ایربس سره سیالۍ کې خپله لومړۍ لویه مسافر الوتکه نندارې ته وړاندې کړه.

د شنګهای ښار په مراسمو کې سي ۹۱۹ ډوله الوتکه وړاندې شوه، چې ۱۶۸ کسان پکې سفر کولای شي او تر ۳۴۴۴ میله د سفر توان لري.

د دغې الوتکې ازموینه به ۲۰۱۶ کال کې کېږي، خو د الوتکو رغونې صنعت کې د دغې الوتکې وړاندې کېدل مهم پړاو بلل کېږي. د چین ملکي هوايي چلند ادارې مشر لي ژیانګ وايي:

” د یوه ستر هېواد لپاره اړینه ده، چې د ځان لپاره خپله لویې سپرلۍ لېږدونکې الوتکې ورغوي. ”

د شنګهای پډانګ هوايي ډګر مراسمو ته وینا کې نوموړي زیاته کړه، چې د چین ټرانسپورټ صنعت پر واردېدونکو الوتکو تکیه نه شي کولای.

د بي بي سي اقتصادي چارو خبریال اندریو واکر په خپل رپوټ کې کاږي، چې د الوتکې رغونې ته په کتو سره اوس فکر کېږي، چې د چین اقتصاد اوس په لږ لګښت د چمتو شویو تولیداتو له کچې مخکې روان دی.

کمرشل ایرکرافټ کمپنۍ اف چاینا، چې دغه سي ۹۱۹ نومي الوتکې جوړوي وايي د ۲۱ هوايي شرکتونو له لوري د ۵۱۷ الوتکو غوښتنلیکونه یې تر لاسه کړي دي.

دغه ډېری شرکتونه چینايي دي، خو پکې د جي اي کیپیټل ایوي ایشن نومي اداره هم شامله ده، چې په کرایه الوتکې ورکوي. دغه پروژه ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې وه، خو د یو شمېر لاملونو له کبله د ځنډ ښکار وه.

دغه پروژه ۲۰۰۸ کال کې پیل شوې وه، خو د یو شمېر لاملونو له کبله د ځنډ ښکار وه.

د ازموینې الوت له بریا وروسته باور کېږي، چې ۲۰۱۹ کاله پورې به سوداګریز الوت کې شامله شي.

د سوداګریزو الوتکو رغولو لپاره د چینایانو هیله نوې نه ده، بلکې ۱۹۷۰ کلونو کې د ماوزي تونګ مېرمنې جینګ کنګ شخصاً د یوې طرحې ملاتړ کړی و.

خو وای ټین ډوله الوتکې د دروندوالي له کبله بریالۍ نه شوې او یوازې درې یې ورغولې شوې.

د بوئینګ اټکلونو له مخې راتلونکو دوو لسیزو کې به چین د ملکي هوايي چلند برخه کې ۵۵۸۰ الوتکو ته اړتیا لري، چې په وینا یې لګښت به یې نژدې ۷۸۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

سي ۹۱۹ دوه کتارونو کې څوکۍ لرونکې الوتکه ده، چې د ایربس ۳۲۰ او بوئینګ ۷۳۷ ډولونو متبادل به وي. چین کې د ملکي الوتکو رغیدنه راتلونکي کې د دوو نړیوالو کمپینو لپاره د سختې سیالۍ لامل کېدای شي.

د چین کمپنۍ د روسیې یونایټیډ ایرکرافټ کمپنۍ په مرسته د پراخ حجم لرونکو الوتکو رغولو پلان هم لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *