د يونان او تركيې لومړي وزيران سره په ټليفون غږېدلي

د يونان او تركيې لومړي وزيران سره په ټليفون غږېدلي

د يونان او تركيې لومړي وزيران سره په ټليفون غږېدلي د يونان لومړي وزير الکسيس سيپراس خپل ترکي سيال احمد داود اوغلو سره ټيليفوني خبرې کړي او ويلي يې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته سفر وکړي .

د يونان د لومړي وزير الکسيس سيپراس مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دې ټيليفوني خبرو کې پر دوه اړخيزو مسايلو د خبرو ترڅنګ ډېر تمركز د کډوالو پر مسئلې شوى دى .

د نوموړي په خبره، هېواد يې ترکيې سره د دوستانه ډيپلوماټيکو اړيکو غوښتونکى دى او دکډوالو د روان بحران حل ورته لومړيتوب لري .

د يونان لومړى وزير وايي، په نږدې راتلونکې کې به ترکيې ته رسمي سفر وکړي، خو د سفر دقيقه نېټه يې نه ده ښودلې .

بايد ياده شي، چې تر دې مخکې احمد داود اوغلو د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د يونان لومړي وزير ته د ترکيې د سفر بلنه وركړې وه.

Author

خروج از نسخه موبایل