د اسيا پراختيايي بانک افغانستان ته ۸۵۸ ميليون ډالر ورکوي

د اسيا پراختيايي بانک افغانستان ته ۸۵۸ ميليون ډالر ورکوي

تېر کال د اسيا پراختيايي بانک اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳ ميلادي کال تر پايه يې له افغانستان سره ۳.۸ ميليارد ډالره مرسته کړې ده

د افغانستان د ماليې وزارت وايي د آسيا پراختيايي بانک افغان حکومت ته د ۸۵۸ ميليون ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.

د ماليې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دغه پيسې به د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ په بنسټيزو پروژو ولګېږي.

خبرپاڼه کې ويل شوي د ۸۵۸ ميليون ډالرو ژمنه له هغې وروسته وشوه، چې د افغانستان د ماليې مرستيال وزير مصطفی مستور د اسيا د پراختيايي بانک له مشر سره وکتل.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي مستور له قوله ويل شوي د دغو خبرو اصلي تمرکز د بنسټيزو کارونو پراختيا او د اورګاډي، سړکونو او انرژۍ پر مټ د سيمې هېوادونو نښلول و.

د افغانستان د ماليې وزارت وايي د اسيا د پراختيايي بانک مرستې به وکړای شي د افغانستان د خلکو په ژوند کې ژور بدلون راولي.

چارواکي وايي د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو په کتار کې دی.

تېر کال دغه بانک اعلان وکړ چې د ۲۰۱۳ ميلادي کال تر پايه يې له افغانستان سره ۳.۸ ميليارد ډالره مرسته کړې ده.

د ټوکيو کنفرانس د ژمنو پر بنسټ به د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۲۰۱۶ کال تر پايه ۱.۲ ميليارد ډالر نوره مرسته وکړي.

د اسيا پراختيايي بانک تر اوسه ۵۸۵ ميليون ډالر افغانستان ته ورکړي او ۴۰۰ ميليون ډالر نور به هم په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان ته ورکړي.

د اسيا پراختيايي بانک په خپله اعلاميه کې ويلي چې له افغانستان سره د دوی د مرستو لويه برخه به پر بنسټيزو پروژ، سړکونو او د ريل پټلۍ په جوړولو ولګېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل