د غزني ولايت په گيرو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۶ پاکستاني طالبان وژل شوي دي

بله خوا په فراه ولايت کي د ناامنيو له امله شل ښونځي تړل شوي دي

په غزني کې وسله والو طالبانو ته اوښتې درنه مرګ ژوبله !

په دې ولایت کې د امنیتي مسولینو ویلي د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات دوام لري او په دې ډول وروستۍ پیښه کې شپږ پنجابي طالبانو له دریو افغان ملګرو سره وژل شوي دي. د غزني امنیې قومندان امین الله امرخیل ویلي په دې عملیاتو کې چې له څو ورځو راهیسې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې په لاره اچول شوي په لړ کې یې اتلس وسله وال ټپیان شوي هم دي.

دوی ویلي: د طالبانو له لوري د غزني د نیولو پلان په بشپړ ډول شنډ شوی او اوس مهال امنیتي سرتیري دډې ولایت په ده یک ګیرو زنه خان جغتو او ناورې ولسوالی کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په مخ روان دي.

له دې سره دوی ویلي چې ډير ژر به په څلورو ناامنیو ولسوالیو کې د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي.

بله خوا په فراه ولايت کي د ناامنيو له امله په لسگونه شونخي د زدکونکو پر مخ ترل شوي دي په دي ولايت کي د پوهني ريس ويلي تر اوسه شل شونخي د زدکونکو پر مخ ترل شوي د شيرکوه پشت رود قلعه گاه ولسواليو او يو شمير سيمو ماشومان د زدکرو له نعمته بي برخي شوي

د پوهني ريس ويلي په دي دريو ولسواليو کي شونکي او زدکونکو د شپي پانو د تر لاسه کولو په گدون بيلا بيل دوله گواشل شوي دي ويل شوي چي د شونخي ترل د داعش وسله والي دلي کار دي او سيمه ايزو مشرانو او مخورو له دولت خخه غوشتي ترخو دي ستونزو ته په جديت سر رسيدنه وکري

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *