روسيي سوريې ته دامريکا له لوري د ځمکنيو ځواکونو د استولو په هکله خبرداری ورکړی

روسيي سوريې ته دامريکا له لوري د ځمکنيو ځواکونو د استولو په هکله خبرداری ورکړی دی مسکو ويلي د امريکا په دي پريکړې سره کيداي شي په سوريه کي نيابتي جگړه رامنځ ته شي

امريکا ويلي له داعش سره د مبارزي په موخه د سوريي دولت د وسله والو مخالفينو د روزني په موخه دي هيواد ته خپل يو شمير سرتيري استوي

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: امریکا په یوه اړخیزه توګه او د سوریې د دولت له اجازې پرته سوریې ته د امریکایي ځواکونو د استولو پریکړه کړې ده. ده ویلي د امریکا له لوري ددې ډول ګام پورته کول به سوریه له نیابتي جګړې سره مخ کړي او د ترهګرۍ پر وړاندې عملیات به له ستونزو سره مخ شي. امریکایي چارواکیو ویلي: دوی پریکړه کړې ترڅو خپل یو شمیر روزونکي له داعش سره د مبارزې به موخه د سوریې دولت د وسله والو مخالفینو د روزنې لپاره سوریې ته واستوي. که چیرې د امریکا دا پریکړه عملي بڼه خپله کړي نو د سوریې له څلور کلنۍ جګړه کې به دا لومړی ځل وي چې دې هیواد ته امریکایي ځواکونه استول کیږي. امریکا له یوشمیر وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي خو د خپلو پلویانو لپاره یې د روزنې پلان بریالی نه وو او په دې وروستیو کې دې هیواد پریکړه کړې چې په خپله تګلاره کې به بدلون راولي.

Author

خروج از نسخه موبایل