د سوریې په حلب ښآر کې د تیرې ورځې په هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. یو شمیر ریپوټونه د وژل شویو کسانو شمیره ۱۴۰ کسان بولي چې د روسیې او د سوریې دولتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. له دې سره د روسیې دفاع وزارت ویلي: په سوریه کې ددوی د بریدونو په لړ کې چې له یوې میاشتې راهیسې دوام لري د داعش او نورو وسله والو ډلو یو زر شپږ سوه مرکزونه په نښه شوي دي. یوه روسي جنرال کارتاپلوف ویلي: دوی د تیرې یوې میاشتې په لړ کې د سوریې په خاوره کې یو زر درې سوه یو نوي بریدونه تر سره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *