مصر کې د لوېدلې الوتکې ټول مسافر وژل شوي

مصر کې د لوېدلې الوتکې ټول مسافر وژل شوي

د مصر سیناء ټاپووزمه کې د روسیې مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده، چې ۲۲۴ کسان پکې سپاره وو. الوتکه له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ښار ته روانه وه. د مصر لومړی وزیر د پېښې ځای ته ورغلی.

د مصر د لومړي وزیر دفتر منلې ده، چې د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې تر ۲۰۰ ډېر مسافر پکې سپاره وو، د مصر سیناء ټاپو کې لوېدلې ده. دغه ایربس اې ۳۲۱ ډوله الوتکه د مصر له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ته روانه وه.

د الوتکې ټوټې له العریش ښار نه لوېدیځ لوري ته نژدې ۵۰ کیلومتره لیرې د سیناء ټاپووزمې الحسنه مرکز ته نژدې په یوه کلي کې موندل شوې.

“له ماتې شوې الوتکې مو تر ۱۰۰ ډېر مړي مو راوایستل، چې ۵ پکې ماشومان وو”.

دغه افسر، چې نوم یې نه دی ښوولی، ویلي “الوتکه دوې ټوټې شوې، یوې یې اور اخیستی او بله پر لویو تیږو لګېدلې ده”.

څېړنه

پر همدې مهال، د مصر لومړي وزیر شریف اسمعیل او ځینو نورو وزرانو د روسۍ الوتکې د لوېدو ځای ته سفر کړی دی.

د روسیې خبري آژانس د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله ویلي، چې نوموړي د روسیې یو څېړونکی ټیم د الوتکې د لوېدو ځای ته استولی دی.

دغه ایربس ۳۲۱ ډوله الوتکه د مصر له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ته روانه وه.

د مصر لومړي وزیر شریف اسمعیل منلې ده، چې الوتکه په سیناء ټاپووزمه کې لوېدلې ده.

مصري رسنیو ویلي، د پېښې سیمې ته ته یې لږترلږه ۲۰ امبولانسونه استولي دي.

مصر وايي، د لوېدلې الوتکې ټوټې په سیناء ټاپو کې دي.

د مصر امنیتي چارواکو ویلي، هېڅ داسې نښه نه شته، چې ګني دغه الوتکه دې په نښه شوې وي.

Image caption الوتکه د مصر له شرم الشیخ نه د روسیې سن پیټرزبورګ ته روانه وه چې ولوېده

د الوتکې ډېری مسافر او سپاره روسي سیلانیان دي. راپورونه وايي، په الوتکه کې ۲۱۷ مسافر او اوه د الوتکې عمله سپاره وو.

دغه الوتکه د سایبریا په لوېدیځ کې د کاګلومویا هوايي شرکت اړونده ده.

د روسیې د هوا پېژندنې سازمان ویلي، دغه الوتکه د مسکو پر وخت ګهیځ ۵ بجې او ۵۱ دقیقې له شرم الشیخ نه الوتلې چې د وړاندویېنې له مخې د غرمې پر ۱۲:۱۰ باید د سن پیټرزبورګ پر هوايي ډګر کوزه شوې وای.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده الوتکې له الوتلو ۲۳ دقیقې وروسته، د قبرس د څارنې له څلي سره اړیکه ونه نیوه او د رادار له پوښښ هم ورکه شوه.

Author

خروج از نسخه موبایل