پاکستان د «طالبانو» څخه دروسيي پر ضد ملاتړ کاوه

پاکستان د «طالبانو» څخه دروسيي پر ضد ملاتړ کاوه

پاکستان په دغه خاوره کې د ۱۳ ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کاوه کوم چې دهند پر ضد يي فعاليت کاوه. خو «طالبانو» د روسيي پر ضد هم فعاليت کاوه دامطلب دپاکستان پخواني ولسمشر پرويز مشرف څرګند کړ.

« موږ طالبان چمتو کول او وروسته مو د روسيي پرضد استول. «طالبان»، «حقاني»، «اسامه بن لادن»او «الظواهري» هغه وخت ملي قهرمانان ول. خو وروسته هغوي خائينين شول. دامطلب تاس اژانس د مشرف له قوله ورکړی دي.

دده په خبره پاکستان په ۱۹۷۹کال کې دمذهبي پوځي ډلو څخه خپل ملاټړ پيل کړ او پو ځي مذهبي دلې په پاکستان کې جوړې شوي « په ۱۹۹۰ کال کې دکشمير دازادولو مبارزه پيل شوه. هغه وخت «لشکر طيبه» او نور ۱۱-۱۲ ډلې رامنځته شوي. موږ دهغوي څخه ملاتړ کاوه او ددوی دغړو په چمتو کولو کې مو برخه اخستي ده. ځکه هغوي دکشمير دازاديدو په خاطر دخپل ژوند څخه تير ول» — دامطلب مشرف څرګند کړ. « اوس دغه وسله وال کسان دخپلو خلګو پر ضد جګړه کوي او دا جګړه بايد ودريږي» دامطلب مشرف څرګند کړ

د يادوني وړ دي چې جنرال مشرف له ۲۰۰۱- ۲۰۰۸ کال پورې دپاکستان ولسمشر وو. دم ګړۍ پر ده باندې په رسمي توګه د ملي خيانت تور لګول شوی دي. کچيري په اسلام اباد کې خانګړي محکمه دي پړ وګڼي او په نوموړي تورونه ثابت سي نو دي په اعدام او ياهم عمري بند محکوميدای شي.

Author

خروج از نسخه موبایل