درقد طالبانو نيولی او دشت ارچي افغان ځواکونو

درقد طالبانو نيولی او دشت ارچي افغان ځواکونو

درقد ولسوالي آمو سيند کې د يوه ټاپو په شکل پرته ده چې د شمال له لوري له تاجکستان سره ګډه پوله لري

د افغانستان په تخار ولایت کې چارواکو تاييد کړې چې وسلوالو طالبانو له تاجیکستان سره پر پوله پرته د درقد ولسوالۍ تر ځپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور بي بي سي ته ويلي د درقد له شاوخوا سيمو د ولسوالۍ پر مرکز د وسلوالو له بريد وروسته امنيتي ځواکونه شا تګ ته اړ شوي دي.

ښاغلی تيمور وايي وسلوالو درقد ولسوالي وروسته له هغې ونيوله چې افغان امنيتي ځواکونو د تخار په خواجه غار او د کندوز په دشت ارچي وسلواليو کې طالبان تر سختو بريدونو لاندې راوستل.

ده زياته کړه اوس د افغانستان هوايي او ځمکني ځواکونه د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره چمتووالی نيسي.

د تخار د والي وياند تاييد کړه چې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د ولسوالۍ پر سر جګړې کې پنځه پوليس وژل شوي دي.

خو په تخار کې يوه بل امنيتي چارواکي بيا ويلي چې جګړه کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده ويلي پنځه پوليس د ولسوالۍ له مرکز نه د شا تګ پر مهال په اوبو کې ډوب شوي دي.

درقد ولسوالي د آمو سيند کې د يوه ټاپو په شکل پرته ده چې د شمال له لوري له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

دشت ارچي حکومت نيولې

د لوی درستيز مرستيال مراد علي مراد وايي دشت ارچي ولسوالي چې په کندوز کې د طالبانو مهم مرکز و اوس د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

بل خوا د کندوز چارواکي وايي دشت ارچي ولسوالي یې د وسلوالو طالبانو له ولکې وېستلې ده.

د لوی درستيز مرستيال مراد علي مراد، چې د عملياتو مشري کوي وايي دشت ارچي ولسوالي په کندوز کې د طالبانو مهم مرکز و چې اوس د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل