په يمن کي د بي پولو ډاکټرانو پر روغتون د عربي ايتلاف بريد د ملگرو ملتونو له لوري غندل شوی دی

په يمن کي د بي پولو ډاکټرانو پر روغتون د عربي ايتلاف بريد د ملگرو ملتونو له لوري غندل شوی دی

د بي پولي ډاکټرانو بنست ويلي عربي ايتلاف ددي روغتون د ودانۍ په هکله مالومات درلودل او دا جنگي جنايت دی. په تيرو شپږو مياشتو کي د يمن شل روغتونونه تر بريد لاندي راوستل شوي دي

د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون له دې سره چې د یمن په شمال کې یې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون برید غندلی او په ډې هکله یې د کره څیړنو او د قانون منګلو ته د تورنو کسانو د سپارلو غوښتنه کړې ده. د ریپوټونو له مخې داروغتون چې د بې پولې ډاکټرانو او یونسف له لوري یې مشري کیده دوه شپې وړاندې په سعده ښار کې تر برید لاندې راوستل شوی دی. په یمن کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې مشر ویلي: روغتون د برید له کبله نوي سلنه ویجاړ شوی خو کارکونکو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی. ددې ادارې ریس ددې برید په هکله اندیښنه ښودلې ویلي یې دي په یمن کې ښکیلې خواوې د جګړې پر مهال پر روغتونو او نورو بنسټونو چې باید برید پرې ونشي پاملرنه نه کوي.

داکتر ميگورديچ ترزيان/ رئيس سازمان داکتران بدون مرز

“په تیرو شپږو میاشتو کې نږدې نولس روغتونونه تر برید لاندې راوستل شوي په هیدان کې زمونو روغتون شلم روغتون دی چې تر هوایي برید لاندې راوستل کیږي مونږ په یمن سوریه او یو شمیر نورو هیوادونو کې د حالاتو په هکله ډیر اندیښمند یو ځکه په دې هیوادونو کې حتی دولتی سرتیري نړیوالو قوانینو ته درنښت نلري.”

ملګرو ملتونو په یمن کې له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو نړیوالو او د بشر حقون قوانینو ته درنښت ولري داوسیدونې پر سیمو او ملکي ودانیو له بریدونو ډډه وکړي. په یمن کې د بې پولې ډاکټرانو د ادارې ریس حسن بوسنین دا برید غندلی ویلي یې دي: ایتلاف د روغتون ودانۍ په هکله مالومات درلودل او کیدای شي دا جنګي جنایت وشمیرل شي ده ویلي پر دې روغتون په برید کې د هیدان ښار دوه سوه زره اوسیدونکي له روغتیایي ستونزو سر مخ شول.

Author

خروج از نسخه موبایل