ولسمشری ماڼۍ د ځمکريږد ځپلو سره د 50 ميليونو ډالرو بيړنۍ مرستي اعلان کړی

ولسمشری ماڼۍ د ځمکريږد ځپلو سره د ۵۰ ميليونو ډالرو بيړنۍ مرستي اعلان کړی

بله خوا له پيښو سره د مبارزي ريس ويس احمد برمک په ولسي جرگه کي ويلي چي له زيانمنو سره مرستي دوام لري

د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مسولین نن ولسي جرګې ته ورغوښتل شوي وو ترڅو د دوشنبه په ورځ د ځمکریږد او زیانمنو سره د مرستو په هکله مالومات ورکړي. د اړوندې ادارې ریس ویس احمد برمک ویلي: په دې پیښه کې دولس ولایتونه زیانمن شوی او دې ولایاتو ته درانه مالي او ځانې زیانونه اوښتي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند هم تیره ورځ ناوخته ویلي: ولسمشر د تیرې ورځې د ملي امنیت شورا په ناسته کې له هغه والیانو سره خبرې کړې کوم چې ولایتونه یې زیانمن شوي دي. دوی ویلي په دې هکله د یوه صندوق او یوې ادارې د رامنځ ته کولو پریکړه وشوه ترڅو له خلکو سره مرستې راټولې کړي.

ویس برمک ولسي جرګې ته د ځمکریږد د زیانونه په هکله داسې مالومات ورکړل

۲- ننگرهار- ۲۸ کسان مړه- ۱۴۰ ټپیان- ۲۲ څاروي له منځه تللي – ۱۰۸۲ کورونه ویجاړ شوي

۳- پروان- ۱ کس مړ- ۱۰ ټپیان- ۱۰۹ کورنه ویجاړ شوي.

۴- بدخشان- ۱۵ کسان مړه- ۴۳ ټپیان- ۴۵ څاروي له منخه تللي – ۲۷۴۴ کورونه له منځه تللي چې پکې لس ښونځي او دولس جوماتونه هم شتون لري.

۵- تخار- ۱۵ کسان مړه- ۴۴ ټپیان- ۴۴۴ کورونه ویجاړ شوي

۶- کنرا- ۳۱ کسان مړه – ۱۰۶ ټپیان- ۱۳۵ څاروي له منځه تللي – ۱۶۴۵ کورونه ویجاړ چې پکې یو ښونځي او درې جوماتونه هم شتون لري.

۷- کاپيسا- ۹ کسان ټپیان – ۳۲ څاروي له منځه تللي- ۹۰ کورونه ویجاړ شوي

۸- لغمان- ۱۲ کسان مړه – ۲۵ ټپیان- ۲۵۴ کورونه ویجاړ شوي

۹- بغلان- ۱ کس مړ – ۱۳ کسان ټپیان دي

۱۰ نورستان- ۷ کسان مړه – ۷۶ ټپیان- ۵۱۴ څاروي له منځه تللي – ۸۱۵ کورونه ویجاړ شوي چې یو ښونځي هم پکې شتون لري.

۱۱- پنجشير- ۲۸۷ کورونه ویجاړ شوي.

۱۲- قندز- ۱ کس کړ – ۱۰ لس کورونه ویجاړ شوي

خو د ولسي جرګې غړیو دا مالومات رد کړي او دا یې ریښتیني نه دي ښودلي

ښآغلي برمک وویل: ولایاتو ته د مرستې روسونه دوام لري او ډیر ژر به پر زیانمنو لومړني خوراکي توکي وویشل شي. دوی ویلي یواځې په کنړ او بدخشان ولایتونو وکې د مرستې رسونې لارې تړل شوې او په نورو لارو به دې سیمو ته دمرستو رسولو هڅې وشي.

د ورووستیو مالوماتو له مخې د دوشنبې ورځې په ځمکریږد کې ۱۱۵ کسان مړه ۵۵۶ ټپیان او اوه زره شپږ سوه ډیر کورونه دولتی ادارې ښونځي او جوماتونه ویجاړ شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل