قومي مشران وایي: د طالبانو د نفوذ مخه به ونیسو
دغه ناسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا ترسره شوې وه، چې اصلي موخه يې د افغانستان د سولې ټينګښت له پاره د لارو چارو لټول و.
ځينې قومي مشران وايي، چې دوی به له دې وروسته د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د نفوذ مخه ونیسي.
دغه قومي مشران، چې د افغانستان اوسنيو ستونزو د حل په موخه يوه شورا هم جوړه کړې وايي، وروسته له دې به د طالبانو سره د خبرو اترو په موخه کار وکړي او دغه ډله به د سولې مذاکراتو ته را وبولي.
د افغانستان د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت وايي، چې د هېواد له قومي مشرانو به د امنیت د ټينګښت په موخه ملاتړ وکړي.
دوی نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان دښمنان هڅه کوي د تبلیغاتو په وسیله د افغانانو يووالي ته زیان ورسوي.
دغه ناسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا ترسره شوې وه، چې اصلي موخه يې د افغانستان د سولې ټينګښت له پاره د لارو چارو لټول و.
د نظامي چارو کارپوه او قومي مشر جنرال عتیق الله امرخېل، چې د دغې ناستې يو تن ګډون کوونکو و وايي، قومي سپين ږیري او مشران کولی شي، چې د افغانستان د سولې او ترهګرو د نفوذ د مخنيوي په برخو کې رغنده رول ولوبوي.
د امرخېل په خبره دغه سپين ږيري باید له طالبانو سره اړيکې تينګې کړي او هغوی د سولې خبرو اترو ته و هڅوي.
د هغه په خبره هر هغه ډله، چې خبرو اترو ته نه حاضريږي باید ورسره مبارزه وشي.
همدارنګه د افغانستان د اهل هنود شورا مشر اوتارسینګ وايي، د قومي مشرانو شورا کولی شي، چې د یو بل سره په همغږۍ په هېواد کې سوله تامین کړي.
اوتارسینګ زیاتوي، دغه شورا هم هڅه کوي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو اترو میز ته کښېنوي.
له بل لوري د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزی وايي، چې افغانان له ناامنيو سخت ځوريږي او باید قومي سپين ږيري د افغان امنيتي ځواکونو سره یوځای د سولې په اړه عملي ګامونه پورته کړي.
افغانستان یو سنتي هېواد دی، چې قومي مشران او سپین ږیري يې د ستونزو او جنګونو د حل په موخه رغنده رول لري.