د سوريي په هکله ناسته به د جمعي په ورځ په وينا کي پيل شي

د سوريي په هکله د امريکا روسيې او يو شمير هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته به د جمعي په ورځ په وينا کي پيل شي

د روسيي بهرنيو چارو وزير له دي سره ويلي دي ناستي ته دايران مصر او يو شمير نورو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو ته هم بلنه ورکړل شوې ده

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: د سوریې ستونزې د هواری لپاره د خبرو دوهم پړاو کې به د ایران مصر او یو شمیر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي. ده ویلي د خبرو بریالیتوب په دې تړاو لري چې د غونډې ګډونوال د سوریې ستونزې د هواری لپاره څومره له خپلو غوښتنو او ګټو تیریدلی شي.

ددې خبرو لومړۍ پړاو تیره جمعه د امریکا روسیې عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانوپه ګډون په وینا کې تر سره شوی او د خبرو په دوهم پړاو کې امریکا او ددوی عربي ملاتړو د ایران له ګډون سره مخالفت کړی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د وینا په ناسته کې د ایران د ګډون په هکله ویلي: د وینا ناستې لپاره ګډ ټکې معنا لرونکي دي. د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي مصر ته دنده سپارل شوي ترڅو د سوریې وسله والو مخالفینو څخه ددوی غوښتنې راټولې او د وینا ناستې ته یې وړاندې کړي. لاوروف ویلي: اوس هم امریکا او روسیه پّ سوریه کې په دې هکله اختلافات لري چې کومې ډلې ترهګرې شمیرل کیږي او مونږ هڅه کوو ترڅو په دې هکله ټول شریکان هوکړې ته اړ کړو.

همدارنګه یوه امریکایي چارواکي رویټرز ته ویلي: دوی د داعش پر وړاندې د مبارزې په موخه له سوریې سره پوځي مرستې او له عراق سره د پاچي ډوله الوتکو مرستې څیړې.

Author

خروج از نسخه موبایل