د داعش پر ضد د امريکا د ځمکنيو بريدونو اشاره

د داعش پر ضد د امريکا د ځمکنيو بريدونو اشاره

د دفاع وزير اشټون کارتر ويلي وروسته له دې به د اسلامي دولت ډلې پر مهمو سنګرونو او هدفونو خپلو هوايي بريدونو ته زور ورکړي

امريکا متحد ايالتونو په عراق او سوريه کې ‘داعش’پر وړاندې په خپل جګړه ييز ماموريت کې د بدلون اشارې ورکړې، ويلي يې دي وروسته له دې به د دغې ډلې پر وړاندې په مخامخ ځمکنيو بريدونو کې هم برخه واخلي.

د دفاع وزير اشټون کارتر ويلي وروسته له دې به د اسلامي دولت ډلې پر مهمو سنګرونو او هدفونو خپلو هوايي بريدونو ته زور ورکړي.

څارونکي وايي د ښاغلي کارتر له څرګندونو داسې برېښي چې په تېر کې د دغې اورپکې ډلې د ماتولو په برخه کې پرمختګ نه دی شوی.

د امريکا دفاع وزير وايي: ”موږ د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د خپلو شريکانو تر شا ولاړ يو. که دا ملاتړ هوايي وي او يا هم مخامخ ځمکنی وي.”

ښاغلی کارتر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره اوونۍ امريکايي او عراقي ځواکونو په ګډه په عراق کې د اسلامي دولت ډلې له لوري لسګونه يرغمل شوي کسان، خوشي کړل.

دی وايي: ”موږ تمه لرو چې د امريکا او د ايتلاف د غړو له لوري د نورو الوتکو په ګډون خپل هوايي بريدونه ډېر کړو. د دې ترڅنګ به هوايي بريدونه تر پخوا قوي او پياوړي وي.”

کتونکي په دې اندي دي چې ښايي امريکا تر دې وروسته پر اسلامي دولت جنګياليو چپاوونه وکړي

د امريکا په مشرۍ ايتلاف تېر کال په سوريه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې پر سنګرونو خپل هوايي بريدونه پیل کړل.

ولسمشر اوباما ويلي دغه بريدونه يې د دې لپاره پيل کړي چې په لومړي سر کې اسلامي دولت ډله کمزورې او وروسته يې بيخي له پښو وغورځوي.

روسيې هم د تېرې مياشتې په وروستيو کې په سوريه کې هوايي بريدونه پيل کړل.

مسکو وايي غواړي په دې توګه د اسلامي دولت جنګياليو او نورو بنسټپالو د ماتولو لپاره د بشار الاسد له حکومت سره مرسته وکړي.

خو واشنګټن د روسيې پر هوايي بريدونو کلکه نيوکه کړې ويلي يې دي چې د دغو بريدونو ډېر تمرکز د ولسمشر اسد پر مخالفو جنګيالو دی او دا يوازې د بنسټپالۍ اور ته لمن وهي.

Author

خروج از نسخه موبایل