ملا اختر منصور: ‘لغړزني مه پرېږدئ، ټولګټي ځایونه مه ورانوئ’

ملا اختر منصور: ‘لغړزني مه پرېږدئ، ټولګټي ځایونه مه ورانوئ’

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په خپله نوې غږیزه وینا کې چې د سې شنبې په سهار خپره شوې، وروستۍ جګړې خپله بریا بللې او ادعا کوي چې ګواکې د تېرو کلونو په پرتله یې دا کال بریدونه بې پایلې نه دي.

نوموړی په خپله ۱۳ نیمې دقیقې وینا کې په وار وار د خپلو وسله والو او ډلو د یووالي دعوه کړې او ويلي یې دي دا هڅې روانې دي چې‎ په طالبانو کې درزونه رامنځ ته شي.

بل څه چې په دې خبرو کې طالب وسله والو ته د سپارښتنې په ډول ویل شوي، چې د عامه ځایونو، سړکونو، پلچکونو او ښوونځیو په څېر ټولګي ځایونه په نښه نه کړي او د جګړو کرښو ته د هغه پر ټکو لغړزني (تنکي ځوانان) مه وړئ څه چې په دغه ډله کې پرې یوه لویه نیوکه ده چې ګواکې کم عمره ځوانان او ماشومان د جګړو لپاره کاروي .

په کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي چې دغه ټوله وینا يې اورېدلې وايي.

Author

خروج از نسخه موبایل