شمالي وزيرستان کې وسلوالو ۷ سرتيري وژلي دي
پاکستاني چارواکو بريدګرو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي
د پاکستان پوځ وايي له افغانستان سره پر پوله شمالي وزيرستان کې پر يوې پوستې د وسلوالو د بريد له امله اووه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړيکو له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دغه پېښه نن سهار (سه شنبه، اکتوبر ۲۷مه) شوې ده.
وسلوالو کسانو د پاکستان په شمال ختيځ انګورو اډه کې د پاکستاني ځواکونو پوسته په نښه کړې ده.
پاکستاني چارواکو بريدګرو ته د اووښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
تېر کال په پېښور پر يوه ښوونځي له بريد وروسته د افغانستان او پاکستان اړيکي ښه شول، خو په افغانستان کې وروستيو بريدونو دغه اړيکي بېرته ترينګلي کړل.
افغانستان د وروستيو بريدونو پړه تر ډېره پر هغو وسلوالو اچوي، چې په خبره يې په پاکستان کې روزنه ترلاسه کوي.
تېره مياشت هم په جنوبي وزیرستان کې د امنيتي ځواکونو شپږ سرتېري ټپيان شول او تر دې وړاندې وسلوالو دغلته دوه سرتېري ووژل.
پاکستاني ځواکونو تېر کال په جون مياشت کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب عمليات پيل کړل او د پاکستاني چارواکو په وينا شاوخوا ۳۵۰۰ وسلوال په کې ووژل شول.
چارواکي وايي په دغو عملياتو کې ۳۰۰ سرتېري ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.