د عمان بهرنيو چارو وزير د سوريي پلازميني ته سفر کړی او ددې هيواد له چارواکيو سره يې ليدلي دي

د عمان بهرنيو چارو وزير د سوريي پلازميني ته سفر کړی او ددې هيواد له چارواکيو سره يې ليدلي دي

بله خوا ددې هيواد لپاره د ملگرو ملتونو د مرستې رسوني څانگې ويلي په تيره يوه مياشت کي يو سل شل زره کسان د نښتو له کبله کډوالی ته اړ شوي

د سوریې ستونزې د هواری ترڅنګ چې په دې وروستیو کې د یو شمیر نړیوالو ځواکمنو هیوادونو له لوري پیل شوې د عمان بهرنیو چارو وزی یوسف بن علوي د سوریې پلازمینې ته سفر کړی او ددې هیواد له چارواکیو سره یې لیدلي دي. د سوریې دولتي سرچینو د مالوماتو له مخې دواړو خواوو له ترهګرۍ سره د مبارزې او په سوریه کې د ستونزې د هواری لپاره د یوې حل لارې په تړاو د نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو له لوري د هڅو په هکله خبرې شوې دي

همدارنګه د فرانسې بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس هم په راتلونکې اونۍ کې د سورېې په هکله د ناستې له تر سره کیدو خبر ورکړی دی. په دې ناسته کې به د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سربیره د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون ولري

Author

خروج از نسخه موبایل