داعش په سوريه کې ۳ کسان په بمونو الوځولي

داعش په سوريه کې ۳ کسان په بمونو الوځولي

اسلامي دولت ډله په دې باور ده چې دا ډول ځايونه په کفر او بت پرستۍ پورې اړه لري

د اسلامي دولت ډلې اورپکو د سوريې په لرغوني ښار تدمر کې درې نيول شوي کسان په ستنو پورې تړلي او بيا يې الوځولي دي.

د دغو وژل شويو کسانو د پېژندګلوۍ په تړاو تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

له هغه راهيسې چې په مې مياشت کې جهاديانو دغه کنډواله شوی ښار ونيو، دا لومړی ځل دی چې په دې ډول خلک وژني.

اسلامي دولت ډلې چې په داعش مشهوره ده په تدمر کې دوه، ۲۰۰۰ کلن معبدونه او د جنازې د ځای څلي ويجاړي کړي، چې په لرغونې نړۍ کې مهم کلتوري مرکزونه بلل کېدل.

اسلامي دولت ډله په دې باور ده چې دا ډول ځايونه په کفر او بت پرستۍ پورې اړه لري.

د ملګرو ملتو عملي او فرهنګي سازمان يونسکو د دغو ځايونو ويجاړول غندلي او دا يې جنګي جرم بللی دی.

په بريتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، داعش جنګياليو دغه درې کسان د رومن په يوه ځای کې په ستنو پورې تړلې او بيا يې په چاودېدونکو توکو الوځولي دي.

په تدمر کې يوه فعال ويلي چې اسلامي دولت ډلې تر اوسه د دغو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ويلي او دايې هم نه دي ويلي چې ولې يې دغه کسان ووژل.

يوه بل مدني فعال ويلي اسلامي دولت ډله دا کارونه يوازې د دې لپاره کوي چې ”د رسنيو پام ځان ته واړوي.”

د دې اوونۍ په لومړيو کې داعش پر انلاين داسې تصويرونه خپاره کړل چې ښيي اورپکي پر يوه نيول شوي سرتېري ټانک خيژوي.

دوی ادعا کوي چې دغه سرتېري په همدې ډول د اسلامي دولت ډلې پر وسلوالو ټانک خېژولی و.

Author

خروج از نسخه موبایل