کولمبيا کې ياغيانو ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي دي

کولمبيا کې ياغيانو ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي دي

چارواکي وايي د وژل شويو ۱۲ کسانو له ډلې ۱۱ يې پوځيان او يو بل پوليس افسر وو

په کولمبيا کې چارواکي وايي کيڼ اړخو ياغيانو په يوه کمين کې هغه ۱۲ امنيتي سرتېري وژلي چې د ځايي ټاکنو د رايو صندوقونه يې لېږدول.

د کولمبيا دفاع وزارت وايي ياغيانو دغه بريد وروسته له هغې کړی چې په شمالي ولايت کې د امنيتي ځواکونو له لوري وځپل شول.

وزارت وايي د کولمبيا دويمه ستره ياغي ډله د ‘ازادۍ ملي پوځ’ د دغه بريد تر شا وه.

ولسمشر جان مانويل سانتوس له بريدګرو د غچ اخيستو ژمنه کړې ده.

له دې وړاندې د يکشنبې پر ورځ ښاغلي سانتوس وويل: ”سږنۍ ټاکنې په تېرو څو لسيزو کې خورا سوله ييزې وې او ډېر لږ تاوتريخوالی په کې وشو.”

چارواکي وايي د وژل شويو ۱۲ کسانو له ډلې ۱۱ يې پوځيان او يو بل پوليس افسر وو.

امنيتي چارواکي زياتوي شپږ کسه نور چې د ټاکنو کارکوونکي او يو ځايي لارښود هم په کې دی لادرکه دي.

کولمبيا له يو شمېر ياغي ډلو سره خبرې کړې، خو د فارک په ګډون يو شمېر ډلو سره يې خبرې درولي دي.

دغلته يو شمېر ياغي ډلې له تېرو پنځو لسيزو راهيسې له حکومت سره په جګړه اخته دي.

آن هغه مهال چې په هاوانا کې د فارک او حکومتي استازو ترمنځ خبرې روانې وې فارک ياغيانو پر امنيتي ځواکونو بريدونه کول.

د سږ کال په مې مياشت کې له هغې لږ وروسته چې د دوی ترمنځ د اوربند خبرې وځنډېدې په يوه څو يا کمين کې ۱۱ سرتيري ووژل شول.

له دې يوه مياشت وروسته یاغيانو درې پوليس ووژل او د شاوخوا نيم ميليون وګړو برېښنا يې پرې کړه.

Author

خروج از نسخه موبایل