په پاکستان کي د تيرې ورځې په ځمکريږد کې 228 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

په پاکستان کي د تيرې ورځې په ځمکريږد کې ۲۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶۲۰ شل ټپيان دي ديريو کسانو د خيبر پښتونخوا ايالت کي خپل ژوند له لاسه ورکړی چي له دوي څخه ۱۸۴ يواځې ددي سيمي اوسيدونکي دي

په پاکستان کې د مرسته روسونکو ادارو مسولینو ویلي اوس هم تر ړنګو ډير کسان بند پاتې دي او کیدای شي د مړینې شمیره له دې هم لوړه شي. د پآکستان د ځمک پیژندنې ادارې تر اوسه دیارلس کوچونۍ نور ځمکریږدونه هم ثبت کړي دي

عیني شاهدانو ویلي د پاکستان کریم آباد ښار د سند په لور ښودلی. د پاکستاني رسنیو د ریپوټونو له مخې نواز شریف هم لندن ته خ پل سفر نیمګړۍ پریښې او بیرته خپل هیواد ته را ګرځیدلی دی.

همدارنګه د هند په نوي ډهلې کې هم خلک واټونو ته را وتلي ښونځي او دفترونه تړل شوي دي او تیره ورځ ددې هیواد میترو د لنډې مودې لپاره ځنډول شوې وه او د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې یو شمیر ودانیو ته زیان رسیدلی دی.

رسنیو ویلي چې په یاوان کې د ښونځي یو دهلیز غورځیدلې او له کبله یې څوارلس زدکونکي ټپیان شوي دي له دې سره ویل شوي چې د تاجکستان په ډيریو ودانیو کې د ګڼې ګوڼې له امله یو شمیر کسان ټپیان شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل