پر ښځينه بنديانو د ځينو قاضیانو او څارنوالانو له خوا جنسي تیری

پر ښځينه بنديانو د ځينو قاضیانو او څارنوالانو له خوا جنسي تیری

   مخې په هرات کې ۶ قاضیان او ۹ څارنوالان، په بادغيس کې ۶ څارنوالان، ۴ قاضیان، په غور کې ۴ قاضیان، ۵ څارنوالان، په فراه کې ۴ څارنوالان، ۳ قاضیان او د افغانستان بل غربي ولایت نيمروز کې ۳ څارنوالان او ۲ قاضیان پر دغه فعل لاس پورې کړي.

د ” افغانستان مدني او حقوقي عدالت بنسټ” وايي، چې د هېواد په غرب کې د ځينو قاضیانو او څارنوالانو له خوا پر ښځينه بنديانو جنسي تېری شوی.

د دغه بنسټ مسوولين وايي، چې د هرو ۱۰ ښځينه بنديانو له ډلې د غربي حوزې د څارنوالانو او قاضیانو له خوا پر ۳ يې جنسي تېری شوی.

د یاد بنسټ مسوول احمدتبریز جرات د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د دوی د څېړنو له مخې په هرات کې ۶ قاضیان او ۹ څارنوالان، په بادغيس کې ۶ څارنوالان، ۴ قاضیان، په غور کې ۴ قاضیان، ۵ څارنوالان، په فراه کې ۴ څارنوالان، ۳ قاضیان او د افغانستان بل غربي ولایت نيمروز کې ۳ څارنوالان او ۲ قاضیان پر دغه فعل لاس پورې کړي.

د افغانستان مدني او حقوقي عدالت بنسټ مدني غړی شمس الدین شمس هم وايي، چې دغه ښځې لومړی د قاضیاتو او څارنوالانو له خوا کورونو ته بيول شوي او بیا پرې جنسي تېری شوی.

دوی وايي، چې ډېر ژر به د دغو اشخاصو نمونه په ‌ډاګه کړي.

شمس وايي، چې د دغې څېړنې پر مهال له تېرو درېيو کلونو راهیسې د زیاتو قاضیانو او څارنوالانو له خوا ګواښل شوي هم دي.

د هغه په خبره د تحقیقاتو پرمهال د دوی ۷ تنه وژل شوي او د ځينو ښځو په ګډون ۱۶ تنه يې اوس هم په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

و مو غوښتل، چې په دې اړه د لوی څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نظر هم واخلو، خو نوموړي وویل، چې دوی به په دې اړه څو ورځې وروسته خپل نظر څرګند کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل