جوزجان کې د طالبانو بريد پنځه افغان سرتېري وژلي

جوزجان کې د طالبانو بريد پنځه افغان سرتېري وژلي

د افغانستان شمالي ولايت جوزجان ځايي چارواکي وايي، پنځه افغان سرتېري د طالبانو په يوه بريد کې وژل شوي، ويل کېږي د ولسي وکړو د پاڅون يو قوماندان هم په دغه پېښه کې وژل شوی دی.

دغه پېښه د دې ولايت په خم اب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده او په دغه بريد کې پنځه نور سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د افغانستان شمال کې د بي بي سي خبريال وايي ۴۰ وسله وال طالبان چې په يوه کور کې پټ وو، د امنيتي ځواکونو پر کاروان چې د ولسمشر لومړی معاون جنرال دوستم هم په کې و بريد کړی.

په دغه بريد کې ښاغلي دوستم ته کوم زيان نه دی رسېدلی. ډېری خپرو شويو راپورونو ويلي وو، چې وژل شوي کسان د جنرال دوستم ساتوونکي دي، خو د ښاغلي دوستم مطبوعاتي مشاور سلطان فيضي له بي بي سي سره په خبرو کې دغه ادعاوې رد کړې دي.

له بلې خوا طالبان وايي د خم اب ولسوالۍ په يوه بريد کې يې د عبدالرشيد دوستم له ځواکونو ۸۰ کسان وژلي دي.

عبدالرشيد دوستم له څو ورځو راهيسې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د مشرۍ لپاره جوزجان ته تللی دی.

د پنجشنبې پر ورځ ځايي چارواکو ويلي وو، چې د ښاغلي دوستم په مشرۍ له عملياتو وروسته د خم اب ولسوالۍ په پوره ډول د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.

د بي بي سي خبريال وايي اوسمهال د ولسمشر لومړی معاون د جوزجان ولايت مرکز شبرغان ته تللی او هلته د خم اب ولسوالۍ په شاوخوا کې د طالبانو پر وړاندې د عملياتو مشري کوي.

Author

خروج از نسخه موبایل