اروپا ۱۰۰ زره نور کډوال مني
د سلوانیا او اتریش پر پوله یو سړی یوه کډوال ماشوم ته خواړه ورکوي
د اروپايي ټولنې مشرانو د بروکسل په یوې بېړنۍ غونډه کې د ۱۰۰ زرو نورو کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.
اوس له يونانه تر بالکانه پر لارې ځينې محدوديتونه شته، او له امله يې زرگونه هغه کسان چې له پولو د اوښتو په انتظار دي شپې تر شنه آسمان لاندې پاتې وي.
د کروشيا او سلوانيا ترمنځ وضعيت په ځانگړې توگه کړکېچن دى.
د سلوانيا حکومت پر کروشيا تور لگوي چې په لوى لاس يې زرگونه کډوال د د غه هېواد پر پولې خوشې کړي دي.
کروشيا يي چارواکي استدلال کوي چې د دوى په وړاندې بل غوراوى نشته، ځکه سلوانيا خورا ډېر کم شمېر خلکو ته دغه هېواد ته د ورننوتو اجازه ورکوي.
خو ډېرى هېوادونه پر دې سره سلا دي چې اړتيا ده له ترکيې يونان ته د کډوالو د اوښتو مخه ډپ شي.